فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد او افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد دی

په خپور شوي فهرست کې افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی او فنلنډ بیا د نړۍ غوره هېواد بلل شوی او خلک یې خوشاله دي.
د ۲۰۲۵ کال نړیوال د خوښۍ راپور، چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۰ (د اسفند ۳۰) خپور شو، فنلنډ د پرلهپسې اتم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد په توګه وټاکه.
د یورونیوز راپور له مخې، دا راپور چې د ملګرو ملتونو د نړیوال د خوښۍ ورځې په مناسبت خپور شوی دی، ښيي چې په ځینو هېوادونو کې د ټولنیز باور او د ژوند د رضایت کچه کمه شوې ده.
د شمالي اروپا هېوادونه لاهم د خوښۍ په شاخصونو کې تر ټولو غوره فعالیت لري. فنلنډ، ډنمارک، آیسلنډ او سویډن لومړي څلور مقامونه خپل کړي دي، او ناروې په اووم مقام کې ځای لري.
افغانستان لاهم د نړۍ تر ټولو غمجنه هېواد دی او په دې فهرست کې په ۱۴۷ مقام کې ځای لري.
له افغانستان وروسته، د سیرا لیون (۱۴۶)، لبنان (۱۴۵)، ملاوي (۱۴۴) او زمبابوې (۱۴۳) هېوادونه د نړۍ د شادترین هېوادونو په جدول کې تر ټولو ټیټ ځای لري.
ایران په دې فهرست کې ۹۹ ځای خپل کړی دی.