Uncategorized

فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد او افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد دی

په خپور شوي فهرست کې افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی او فنلنډ بیا د نړۍ غوره هېواد بلل شوی او خلک یې خوشاله دي.

د ۲۰۲۵ کال نړیوال د خوښۍ راپور، چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۰ (د اسفند ۳۰) خپور شو، فنلنډ د پرله‌پسې اتم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد په توګه وټاکه.

د یورونیوز راپور له مخې، دا راپور چې د ملګرو ملتونو د نړیوال د خوښۍ ورځې په مناسبت خپور شوی دی، ښيي چې په ځینو هېوادونو کې د ټولنیز باور او د ژوند د رضایت کچه کمه شوې ده.

د شمالي اروپا هېوادونه لاهم د خوښۍ په شاخصونو کې تر ټولو غوره فعالیت لري. فنلنډ، ډنمارک، آیسلنډ او سویډن لومړي څلور مقامونه خپل کړي دي، او ناروې په اووم مقام کې ځای لري.

افغانستان لاهم د نړۍ تر ټولو غمجنه هېواد دی او په دې فهرست کې په ۱۴۷ مقام کې ځای لري.

له افغانستان وروسته، د سیرا لیون (۱۴۶)، لبنان (۱۴۵)، ملاوي (۱۴۴) او زمبابوې (۱۴۳) هېوادونه د نړۍ د شادترین هېوادونو په جدول کې تر ټولو ټیټ ځای لري.

ایران په دې فهرست کې ۹۹ ځای خپل کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button