سات تيري

قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

څېنړنې وايي، قدم وهل په وینه کې د شکر کچه راټیټه وي او په کنټرول کې یې مرسته کوي

یوې نوې څېړنې موندلې ده چې هر ساعت کې درې دقیقې پلی تګ په وینه کې د شکر د کچې کمېدو کې مرسته کولی شي.

د یوې کوچنۍ تجربې دا پایله د بریتانیا د شکر ناروغانو لپاره خیریه کنفرانس کې وړاندې شوې ده.

یاده څېړنه پر هغو ۳۲ کسانو عملي شوې چې د شکر لومړی ډول ناروغي یې لرله،‌ دوی کې داسې کسان ازمویل شوي چې په هر ساعت کې څو دقیقو لپاره پلی ګرځېدلي او دې کار یې په وینه کې د شکر کچې مهارولو کې مرسته کړې ده.

afghan (78)
قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

په بریتانیا کې د شکر لومړي ډول څه باندې ۴۰ زره ناروغان دي.

کله چې یو بدن په شکر ناروغۍ اخته شي، نو بدن د انسولین تولید دروي چې دا کار په وینه کې د شکر د کچې لوړېدو سبب ګرځي او د پیچکارۍ له لارې د ځینو انسولینو ترلاسه کېدو ته اړتیا پیدا کېږي.

ټیلیفون کې د خبرو پرمهال وګرځئ

د بریتانیا شکر ناروغۍ ټولنه کې څېړنمشره الیزابېت رابرټسن چې د څېړنې بسپنه یې هم ورکړې ده وايي، هغه کسان چې لومړی ډول شکر ناروغي لري، بهر ته وځي او پلی ګرځي، روغتیا یې ښه کېږي.

afghan (75)
قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

روبرټسن زیاتوي: “دا کار د نه منلو په ډول هڅوونکی دی، د څېړنې پایلې ساده خو عملي دي، لکه ګرځند ټیلیفون کې د خبرو پرمهال ګرځېدل یا دا چې د ټیلیفون زنګ برابر کړې چې هر نیم ساعت کې د څو دقیقو لپاره د پلی ګرځېدو یادونه درته وکړي، د اوږد مهال لپاره له کېناستو ډډه وکړې چې دا کار په وینه کې د شکر د کچې مهارولو کې مرسته کوي”.

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

نور ولولئ: هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟

په لنډه موده کې، ښايي د شکر ناروغي لا پسې زیاته شي چې د ګردو کار پرېښودل او په سترګو کې ستونزې او د زړه ناروغۍ هم پکې راځي.

afghan (76)
قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

د سنډرلېنډ پوهنتون سرڅېړونکي دوکتور متیو کمپبل ویلي، د څېړنې پایلې حیران کړ، په تېره د لږ پلي تګ تمرین خبرې.

دی زیاتوي، د هغو کسانو لپاره چې د شکر د لومړي ډول په ناروغۍ اخته دي، د لنډ مهال لپاره سپورت کول د لا نور بدي فعالیت لپاره د ښې پیلامې په مانا کېدای شي.

د څېړنې ډول

په څېړنه کې هغو ۳۲ بالغو کسانو ګډون کړی چې لومړی ډول شکر ناروغي یې لرله، دوی د اوو ساعتونو کېناستو دوه پړاوونه بشپړ کړل.

afghan (77)
قدم وهل د شکر ناروغۍ په کنټرولولو کې څومره مرسته کوي؟

په یوه پړاو کې دوی ناست وو، په پل کې هر نیم ساعت کې درې دقیقې عادي روان وو او د ۴۸ ګړیو لپاره د دوی په وینه کې په پرلپسې ډول د شکر کچه څارل کېده، دوی په اوو ساعتونو کې یو ډول او یوه اندازه خواړه خوړل او په بدن کې یې د انسولین یو ډول اندازه ساتلې وه.

په دې ډول د دوی پلی تګ په وینه کې د شکر کچه ۶٫۹ میلیمول راټیټه کړه چې معمول کچه ۸٫۲ میلیموله وي.

د څېړنې ترسره کوونکي هیله لري چې پر دې مسلې لا ډېره لویه او هر اړخیزه څېړنه وکړي.

ډاکټر کمپبل وايي “دا مسله ساده ده، د ورځې په جریان کې د لنډ وخت لپاره پلی تګ له ډېری خلکو سره په وینه کې د شکر د کچې کنټرولولو کې مرسته کوي”.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button