سیمه ییز خبرونه

قرغیزستان: د افغانستان په شمال کې ترهګر په غښتلي کېدو دي

د منځني ختیځ هېوادونه د افغانستان په شمال کې د ترهګرو له ودې بار، بار اندېښنې شریکوي

هاخوا طالبان بیا وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او نه به هم ګاونډیو هېوادونو ته له دغه خاورې کوم ډول ګواښ ورپېښ شي.

تازه د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترهګر د ودې په حال کې دي.

د قرغزستان د ملي امنیت مشر کامچي بېک تاشییف یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ د د زیاتوالي ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.

په یادو ولایتونو کې د ترهګرو شمېر زیاتېدل

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تاشییف جمعه د غبرګولي پر ۴مه د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د ډله‌ییز امنیتي تړون خپلواکو هېوادونو په ناسته کې ویلي چې ترهګریز سازمانونه او ملاتړکوونکي یې په ټوله نړۍ کې له ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو څخه د ګټې اخیستنې په هڅه کې دي.

نوموړي قرغزي چارواکي وویل: «د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی څو د سي‌ای‌اېس هېوادونو د سویلي مرزونو بشپړتیا ته ګواښ پېښ کړي.»

نور ولولئ: د قرغیزستان غوندې اعلامیه کې د افغانستان په ملاتړ ټینګار

نور ولولئ: افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

ورته مهال، نوموړي په دې هکله نور جزییات چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کومې ترهګرې ډلې وده کوي، ور نه کړل.

afghan (52)
قرغیزستان: د افغانستان په شمال کې ترهګر په غښتلي کېدو دي

د ډله‌ییز امنیت د تړون غړو هېوادونو په وار وار له افغانستانه د ترهګرۍ د زیاتوالي ګواښ په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو له لوري ددا ډول څرګندونو ردول

دغو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د راکمېدو لپاره باید د مخنیوي تدابیر ونیول شي.

دوه ورځې دمخه په قزاقستان کې د شانګهای ناستې غړو هم په افغانستان کې د یو ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو او له دغه هېواده د ترهګرۍ له ګواښ سره پر مبارزې ټینګار کړی و.

خو طالبان بیا وايي، دوی ټولو ګاونډیو او منځني ختیځ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به ورته کوم ګواښ نه متوجه کېږي او نه به هم ورته کومه ستونزه راولاړېږي.

طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي، داعش یې هم په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

طالبان زیاتوي، داعش اوس په افغانستان کې په هغه حال کې نه دی چې د ځان لپاره جلب او جذب وکړي یا لوی بریدونه پلان کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه په دې اړه ګاونډیو ته قانع نه دی ورکړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button