افغانستان

قریشي وایی طالبانو ته دې ګاونډی هېوادونه راتلونکې غونډو کې بلنه ورکړی

 پاکیستان  پاکیستان v

د پاکستانخارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي امید  لري چې د افغانستان د ګاونډی هېوادونه په راتلونکې غونډو  کې به د افغان طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړی. نوموړي دا ښکاره کړی چی د پنجشنبه اسلام اباد کې د طالبانو د خارجه وزیر  له  امیر خان متقي سره دلیدنی  پر مهال کړې.

د طالبانو د خارجه  وزیر  امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی دا مهال د پاکستان په رسمي سفر بوخت دی. له دې سفر سره د  پنجشنبه  ورځ اسلام اباد کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو   ټرایکا-پلس  استازو خپلمنځي ناسته وکړه. د افغان طالبانو پلاوي پدی  ناسته کې ګدون نه درلوده خو لدی  وروسته یې د امریکا،‌ چین،‌ روسیې او پاکستان له استازو سره بیلا بیلی لیدنه وکړه  او د ټرایکا-پلس ناستې په تړاو معلومات ورکړه. طالبانو د خارجه وزیر  امیر خان متقي ویلي چی د ټرایکا-پلس   هېوادونو له استازو سره یې

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

لیدنی  کې  د افغانستان پر سیاسي او بشري  ناورین د  وضعیت او د افغان دولت د کنګل شویو شتمنیو په تړاو  خبرې کړې. نوموړی وایي، د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د بی ثباتی  د مخنیوي په تړاو  هم استدلال کړی. د پاکستان حکومتي چارواکي ټینګار کوي چې افغان طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي  خو باید چې نړیواله ټولنه هم له دې ډلې سره خبرو ته غاړه کېږدي. د پاکستان خارجه  وزیر شاه محمود قریشي همدا رنګه  ویلي چی  په سیمه کې پر هغو کړنو  باید نظر وساتل

دا هم ولولئ:  د ارزو او راه فردا تلویزونونو د خبریالانو د شکایتونو څېړل کېدل

 شي‌ چې افغانستان کې دننه او بهر سوله نه غواړي  ښاغلی  نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نا امنی  لوی بشري   او امنیتي‌ کړکیچ رامنځته کولی شي او د مخنیوي لپاره یې باید نړیواله ټولنه طالبانو سره تعامل وکړي. یاده دې وي چې پر افغانستان له واکمنۍ  رادیخوا  دا لومړی ځل دی چې د  طالبانو یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي. طمعه کېږي چې دا پلاوی به د خپل درې ورځني سفر په بهیر  کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري ښاغلي  عمران خان پنجشنبه په یوه لنډ بیان کې ویلي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري کړکیچ مخه ونیسي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button