اقتصاد او سوداګري

قزاقستان: له افغانستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړو

د قزاقستان د لومړي وزیر دفتر وايي، له افغانستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړو

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارینر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو په برخه کې جدي کار کوي.

د هغه په ​​وينا، له لوژستيکي ستونزو سربیره قزاقستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې له يو ميليارد څخه درې ميليارد ډالرو ته لوړه کړي.

له قزاقستان سره د افغانستان اوسنۍ سوداګري

د روسيې انټرفکس خبري اژانس په وینا، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د دغه هېواد د ملي شورا د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل: “اوسمهال له افغانستان سره د سوداګرۍ اندازه څه باندې يو ميليارد ډالره ده، زموږ هدف دا دی چې دا اندازه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړو.”

afghan (28)
قزاقستان: له افغانستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړو

د ښاغلي ژومانگارینپه وینا، قزاقستان غواړي افغانستان ته د اوړو، غنمو او نورو توکو صادرات زیات کړي.

نور ولولئ:  د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

نور ولولئ: ملا برادر او قزاقستاني چارواکي د اوسپنې پټلۍ پر نوي شبکه خبرې کړي

قزاقستان په پام کې لري چې د یوې نوې لارې په پرانیستلو سره له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي. له الماتا څخه د ايټاليا د سوداګرۍ او پانګونې د اژانس د ګزارش له مخې، ښاغلي ژومانگارینوويل، چې هېواد يې هڅه کوي چې د ترکمنستان له لارې د افغانستان له لوېديځ سره يوه لنډه سوداګريزه لاره پرانيزي.

لومړی به لوژستیکي اسانتیا برابرېږي

هغه زیاته کړه: “لویدیځ افغانستان ته لاسرسی به موږ ته اجازه راکړي چې خپل صادرات دې هیواد ته زیات کړو.”

اوس مهال دغه هېواد له افغانستان سره د ازبکستان له لارې سوداګري کوي. ژومانگارینټینګار وکړ چې له دغه هیواد سره د سوداګرۍ زیاتول د لوژیستیکي مشکلاتو له حل وروسته شونې ده.

همدارنګه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال اعلان وکړ چې “د سوداګرۍ او لوژستیک لومړنی کنفرانس به د جون په پای کې د اکتاو په ښار کې جوړ شي او د افغانستان استازي به په کې ګډون وکړي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button