اقتصاد او سوداګريسات تيريستاسې اند او نظر

قوش تپې کانال؛ له جوړېدو سره یې ازبک چارواکي اندېښمن دي

قوش تپې کانال په جوړېدو سره د ازبکستان او تاجکستان اندېښمن ښکاري او له همدې امله کابل ته پلاوی استوي

له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د ازبکستان لوړ پوري چارواکي کابل ته سفر کوي تر څو له طالب چارواکو سره د یادې موضوع په اړه اندېښنې شریکې کړي.

د ازبکستان چارواکي وايي، د قوش تېپې کانال د جوړېدو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره راتلونکو میاشتو کې یو پلاوی کابل ته استوي.

ددې کانال لومړی فاز بشپړ شوی

د ازبکستان دا پرېکړه په داسې مهال ده چې نږدې لس ورځې مخکې طالبانو د دې کانال لومړی برخه پرانیسته او پر دویمه برخه یې کار پیل کړ.

په دغو مراسمو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.

نور ولولئ: د قوش‌تپې کانال لومړی فاز پرانیستل شو

خو د ازبکستان چارواکي له څه مودې راهیسې دغه کانال د جوړېدو په هکله خپله اندېښنه ښيي.

له افغانستان سره پر پوله د دغه هېواد د سوېلي سرخاندریو سیمې والې اولغبیک قاسموف، وړمه ورځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، که څه هم دا کانال د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله پر امو سیند جوړېږي، خو د دې سیند ټول ګاونډي هېوادونه اغېزمنوي

خو طالبانو بار بار د دوی اندېښنې ځواب کړې

هغه زیاتوي چې د همدې اندېښنو په هکله به یو دولتي پلاوی د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې کابل ته لاړ شي.

تر دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم تېره میاشت د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا وبلل.

نوموړي د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې زیاته کړه، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند د اوبو پر ژیم د هغه د اغېز ارزولو لپاره دې د اړوند هېوادونو د څېړنیزو موسسو ګډه کارډله جوړه شي.

نور ولولئ: د قوش‌تپې کانال په اړه د ګاونډیانو اندېښنې

قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.

طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له تاریخه او بیا تر نن ورځې د خپلو اوبو په راګرځولو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري له فشارونو سره مخامخ دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button