تجارت خبرونه

له ازبکستان څخه د افغانستان له لوری پاکستان ته د سوداګرۍ پیل

 افغانستان  افغانستان

له ازبکستان څخه  د افغانستان له لوری  پاکستان ته سوداګریز تګ راتګ پیل شو د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د افغانستان له لوری  سوداګریزو موټر چلونکی  تلل را تلل  پیل شوی چې نن چهارشنبه ورځ له ازبکستان څخه د پاکستان تورخم  پولی دروازې ته مال وړونکي لومړنۍ موټر  رسېدلي او هلته يې پاکستاني د او ازبک چارواکو

هرکلی کړی د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف  پخپله  ټویټرپاڼه  خپارو  عکسونو سره لیکلي چې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره يې د تورخم پولی  دروازې ته تلی چې هلته يې له ازبکستان څخه پاکستان ته رسېدلي د لومړنیو مال وړونکی  موټر  هرکلی کړی د ښاغلي یوسف په خبره همدا يې له ازبکستان سره د سیمه ييز یوځای کیدو  د پیاوړتیا لپاره د روان کوښښ یوه برخه ده د دواړو هیوادونو ترمنځ د افغانستان له لوری  د سوداګرۍ تړون د روان کال په جولای میاشت کې د

دا هم ولولئ | د جمهوریت د سقوط یوازینۍ نیوکه پر اشرف غني بې انصافي ده

ازبکستان په مرکز   تاشقند کې شوی  چې هلته په همدې اړه  یوه غونډه کې د پاکستان  عمران خان او په لسګونو پاکستاني سوداګرو ګډون کړی ددغه تړون له مخې په دواړو هېوادونو کې به د یوه بل مال وړونکي موټری تګ راتګ کوي  چې ازبکستان به د پاکستان کراچۍ بندر او پاکستان به بیا د ازبکستان له لوری  د منځنۍ اسیا هېوادونو ته  ورسوی په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستاني حاکمانو  د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د ازبکستان وټاکل   ځکه  چې دا هېواد د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره نژدی

 دی او هم نښلی  ځینې چارواکي وايي  د پاکستان او ازبکستان د همدې تړون له امله  به د ازبکستان توکي د ایران له عباس بندر څخه د پاکستان کراچۍ بندر ته راوړل کېږي. بل اړخ د پاکستان او افغانستان ترمنځ چمن  پولی دروازه چې تر نژدې یوې میاشتې بندېدو  څخه  وروسته پرون پرانیستل شوې

 نن هم په زرګونو  وګړی   دواړو  اړخونو په اسانی تګ را تګ کول  د یادې دروازې د بندېدو له امله د چمن غاړې په سلګونو افغان ناروغان او د سپین بولدک غاړې ته بیا په سلګونو سوداګر  پاتې وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button