Uncategorized

له افغانستان سره د اړیکو په موخه د اذربایجان پارلمان لخوا د کمېټې ټاکل کېدل

د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو نوې ډله ټاکلې ده

د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي چې د طالبانو له رژیم سره خپلې اړیکې وغځوي. دغه هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان له لارې پاکستان، هند او نورو هېوادونه ته خپل اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.

طالبانو هم هڅه کړې چې د افغانستان سوداګري د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او نورو هېوادونه ته وغځوي.

د دغه اړیکو د پرځېدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د یوه ځانګړي میکانیزم په چوکاټ کې ورباندې کار شوی و او د کابل اړیکو ته په کې وده ورکړل شوي وه.

په افغانستان کې د پارلمان لغوه کېدل

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي شورا وجود نه لري، د اذربایجان پارلمان له افغانستان سره د بین الپارلماني اړیکو لپاره نوې ډله ټاکلې ده.

تېره ورځ د اذربایجان د ملي مجلس یا پارلمان غونډه کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو له پارلمانونو سره د اړیکو پر ګروپونو خبرې وشوې او د ځینو هېوادونو لپاره اړیکډلې وټاکل شوې.

نور ولولئ: ازبکستان: افغان-ټرانس تر ۲۰۲۷ کال بشپړېږي

نور ولولئ:  اسلام اباد د ازبکستان-افغانستان-پاکستان ترمنځ د پټلۍ جوړېدو ته لېواله دی

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د نوې پارلماني ډلې مشر موسی قاسملي ټاکل شوی.

موسی قاسملي له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري حکومت پرمهال هم، چې کابل او باکو رسمي بین الپارلماني اړیکې درلودې، ددې پارلماني ډلې مشر و.

تر ننه د سفارت نه پرانېستل کېدل

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستلو تیاری ښودلی ، خو تر اوسه باکو لا په کابل کې خپل سفارت نه دی پرانېستی.

دا هم ولولئ:  اولمپیک نړیواله کمیټه افغان ورزشکار لوبغاړو سره مالي همکاری کوي

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارلانشاوې او په پارلماني چارو کې ددولت وزارت لغو کړل او له هغه وروسته داسې نه ښکاري چې ملي شورا دې بېرته فعاله شي.

خو طالبان د خپل رژیم په ګټه د دا ډول هر ګام اخیستو هر کلی کوي او دوی هڅه کړې چې د خپل رژیم لپاره په بهر کې لابي وکړي او د خپل رژیم لپاره مشروعیت پیدا کړي.

طالبان د ننه په هېواد او بهر کې د خپلې واکمنۍ لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه لري، خو دوی وايي چې نړۍ ته یې رژیم اهمیت لري او له دوی سره د تعامل لېواله دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button