کورني خبرونه

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبان ښځینه خبریالانو ته په سختۍ معلومات ورکوي

دغه سازمان ویلي چې طالبان یا ښځینه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي او یا یې سخته ورسره شریکوي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ۲۰۲۴ کال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان ښځینه خبریالانو لپاره ننګوونکی کال بللی دی.

دغه سازمان د یو ۷ مخیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان دننه ښځینه خبریالانې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له پراخو ستونزو او ننګونو سره مخامخې دي.

ریاست الوزراء دفتر او خبریالانې

‏په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو امنیتي بنسټونه او د دغې ډلې د رياست الوزرا دفتر په سختۍ سره ښځینه خبریالانو ته معلومات ورکوي.

‏راپور زیاتوي: «ښځینه خبریالانو سره جنسیتي تبعيض ۳۸ سلنه او د حقایقو بربڼډولو وېره ۳۳ سلنه هغه لوی لاملونه ده، چې طالبان يې له کبله معلومات نه شريکوي.»

راپور وړاندې کاږي، چې ۵۸ سلنه ښځینه خبریالانې د معلوماتو د ردېدو په وخت کې کومې ادارې ته شکایت نه شي کولای.

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ:  طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

د راپور له مخې، ۵۸ سلنه ځواب ویونکو د رسنیو ملاتړي سازمانونه بیا بې ګټې بللي دي.

دغه خبریالانې د طالبانو له‌خوا دوی ته له ورپېښېدونکو امنیتي ستونزو سر ټکوي، چې له امله یې نه شي کولای چې مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې د افغان خبریالانو د ملاتړ دوام غوښتنه کړې ده.

په رسنیو کې پر ښځو فشار

د دغه سازمان په انلاین ټولپوښتنه کې ځواب ویونکو له نړۍوالو سازمانونو غوښتي، پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او د دوی د کار په برخه کې ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

دغه سازمان د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې طالبانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي چاپېریال ډېر محدود کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي وو، ګڼ شمېر ټلوېزیوني شبکې اړ اېستل شوې چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د طالبانو له اېډیالوژۍ سره سمې خپرونې وکړي.

خبرپاڼه زیاته کړې وه، چې د طالبانو تر واک لاندې د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوې او ځینې یې اړې شوې چې هېواد پرېږدي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button