سیمه

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستان دې د افغان خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې پاکستان باید د افغان خربریالانو ازادۍ او حقونو ته درناوی وکړي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند پر وړاندې غبرګون ښودلی. دغه سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادۍ ساتنه وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادۍ ساتنه وکړي، هغوی ته دې د قانوني اوسېدو امکانات برابر کړي او د خلکو له ځورونې دې ډډه وکړي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې افغان خبریالان د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو له امله د دغه هېواد پرېښودو ته اړ اېستل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د حکومت دغه ډول کړنې د هغو خبریالانو پر وړاندې چې په بل هېواد کې د امن ژوند په تکل کډوال شوي دي؛ ستر خنډ دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه ډول کړنو دوام نه یوازې د خبریالانو؛ بلکې د ټولو بشري حقونو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

دغه سازمان له هغو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي؛ د دوی د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ: تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

نور ولولئ:  طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي، چې د افغان خبریالانو وضعیت په پراخه کچه د بشري حقونو د نقض یوه ښکاره بېلګه ده او باید د دوی ملاتړ لپاره بېړني او سملاسي اقدامات وشي.

دغه سازمان له ټولو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو څخه هم غوښتي، چې د افغان خبریالانو د روان وضعیت په تړاو خپل غږ پورته کړي.

دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ځورونې او نېونې زور اخیستی.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو په یو لړ عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیولي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button