ستاسې اند او نظرکورني خبرونهنړۍ خبرونه

له خوا نغدي مرسته UN په افغانستان کې له اړو کورنيو سره د

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هرات کې له ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

د دغه دفتر د مسوولینو په وینا، له هرې اړو کورنۍ سره نږدې پنځوس زره افغانۍ مرسته شوې ده

نور یی ولوله | د پښتني کلتور د سپړلو ورځ

  نور یی ولوله | افغانستان په ترکیه او سوریه کې له زلزلې وروسته د مرستو اعلان وکړ

په هرات کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاست مالي مرستیال عبدالغفور جلال وویل:«د کورنیو لپاره مو شاوخوا ۴۷۷۰۰ افغانۍ ویشلې او دا زموږ دنده ده چې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو

یو شمېر کم عاید لرونکي کسان له ولسوالیو څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه راغلي او یو شمېر یې بیا وايي چې د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله دلته د مرستې لپاره راغلي دي

خان محمد، چې یو اړمن کس دی، وویل: “دا زموږ لپاره یوه لویه مرسته ده او موږ کولای شو له دریو او څلورو میاشتو څخه ګټه واخلو، موږ هیڅ عاید نه لرو.” یوې اړمنې زینب وویل: «موږ په کور کې خوراکي مواد نه لرو، حتی ډوډۍ. په همدې حال کې د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ټولنه کې لوږه او بې وزلي زياته شوې او د ټيټ عايد لرونکي خلک ډېرو مرستو ته اړتيا لري

خداي داد وويل: “داسې بې وزله خلک شته چې کار نه لري او نه شي کولى بهر ته لاړ شي.” یوه اړمن کس لعل جان وویل: «موږ بې وزله یو او هیڅ نه لرو او نورو مرستو ته اړتیا لرو

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button