له شپږم ټولګي فارغه رقیه خپل پلار او مور ته: زه مو ولې جنۍ پېدا کړې یم؟ ماته ژړا راځي
ددې زده کوونکي په څېر نورې ماشومانې هم شته چې د شپږم ټولګي له ازموینو وروسته په ژړا کورونو ته ستنې شوې
په کابل کې له شپږم ټولګي تازه فارغه شوې ۱۲ کلنه رقیه سادات خپل پلار ته ویلي، چې نن یې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه، هغې له خپل پلار او مور څخه په یو لیک کې ګیله کړې، چې زه مو ولې جنۍ پېدا کړې یم؟
نن د افغانستان په ټولو یخو سیمو کې د ازموینو وروستۍ ورځ وه، شپږمو ټولګیو څخه نجونې خپل کورونو ته رخصت شوې او د طالبانو د امر له مخې نور نه شي کولی چې زده کړو ته دوام ورکړي.
نور ولولئ: د طالبانو غلطو تعلیمي تګلارو د زده کړو کیفیت زیانمن کړی
د رقیې پلار چې خپل دویم نوم رسول سادات ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته هغه لیک رالېږلی چې کوچنۍ لور یې د خپلې پلار او مور په نوم لیکلی.
د هغې پلار چې په کابل کې د یوه شخصي شرکت کارکوونکی دی وايي، چې لور یې خوراک بند کړی او له دوی سره خبرې هم نه کوي.
په لیک کې څه لیکل شوي
په لیک کې لیکل شوي: “زه نن ډېره خفه یم، ځکه ما ته مې معلمې وویل، چې تاسو نور درس نه شئ ویلی؛ نو زه مو ولې جلکۍ پېدا کړې یم؟”
د لیک په یوه بله برخه کې ویل شوي: “ چې جلکۍ یم نو ولې؟ نسیم به مکتب ته ځي او زه به نه ځم ولې؟ ماته ژړا راځي.”
هڅه مو وکړه، چې له رقیې سادات سره وغږیږو؛ خو د هغې د پلار له بار – بار ټینګار سره هم نوموړې حاضره نه شوه،چې وغږیږي.
نور ولولئ: کمپاین کوونکي د ښځو د تعلیم مخنیوی غیر اسلامي بولي
رسول سادات بیا وايي، چې د هغه مشره لور رقیه او ورپسې زوی نسیم دواړو نن شپږم ټولګی پای ته ورساوه؛ مګر رقیه ځکه خفه ده، چې نسیم به راتلونکی کال ښوونځي ته ځي خو هغه نه شي تللی.
د نوموړي په خبره، چې د خپلې لور پوښتنې ته هېڅ ځواب نه لري، هغه له طالبانو پوښتنه کړې: “ ایا تاسو زما د لور پوښتنې ته ځواب لرئ؟ هغه ولې د زده کړو حق نه لري؟ پر هغې مو ولې ښوونځی تړلی؟”
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړې.
د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار
د روان کال د وږي په نهمه نېټه د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د ریاست لوزرا د سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني سره یې په لیدنه کې ټینګار کړی و، چې د نجونو پر مخ ښوونځي باید پرانیستل شي.
د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي په کابل کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې په اسلام کې زدکړې پر نر او ښځه دواړو «فرض» دي.
دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر موخه “په اسلام کې اعتدال” په اړه خبرې بللې دي.
په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان دیني علماو ټینګار وکړ، چې د علماوو په اجماع سره په اسلام کې پر نر او ښځه زدکړې فرض دي.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو ویلي، چې طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په لګولو سره هغوی له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې کړې او په افغانستان کې یې «جنسيتي توپیر» رامنځ ته کړی دی.