هنر او ادب

جاوید امرخېل: اوس وخت ملي پاڅون ته ضرورت دی

نن ورځ ملي پاڅون ته سخته اړتیا ده

د افغانستان مشهور سندرغاړی جاوید امیرخېل وايي، چې نن ملي پاڅون ته ډېر ضرورت دی او تر هغې باید د پاڅون نارې روانې وساتلی شي، تر څو چې افغان ملت په ټوله مانا خپلواک شوی نه وي

په خپل رسمي فیسبوک کې د مینه والو د پوښتنې سکرین شاټ خپور کړ

جاوید امیرخېل په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې د مینه وال د یوې پوښتنې سکرین شاټ خپور کړی دی او هغه ته یې بیا ځواب هم لیکلی دی. دغه کس ویلي دي، چې (پاڅېږه وطنه) او (باتور ملت) سندرې باید مخکې نه، بلکې اوس ویل شوې وای، ځکه چې هغه وخت ملت پاڅېدلی و، د غرقېدلو هڅې یې کېدلې چې اخر یې هم غرق کړ

نور یی ولوله | نغمه : ټول افغانان باید د ولس یووالي ته ار وکړي

نور یی ولوله | عامر خان د فلمونو د بریالیتوب یوازینۍ لاره روښانه کړه

جاوید امیرخېل د دغه پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي، چې که تاریخ ته یو نظر سر ورښکاره کړو کابو ۴۰ یا ۴۵ کاله وشول چې افغانان له کورنیو او بهرنیو دښمنانو سره لاس او ګریوان دي. هغه زیاتوي، نو زه فکر کوم هغه وخت هم د ملي پاڅون ضرورت و او نن هم ضرورت دی چې تر څو افغان ملت په ټوله مانا خپلواک شوی نه وي، تر هغې د پاڅون چغې نارې باید جاري وساتلی شي

جاوید امیرخېل همدا راز په پای کې لیکي: که مونږ هغه وخت د یووالي په نیت د ملي پاڅون او د باتور ملت په غرقیدو فکر کړی وای نن به له دې برخلیک سره نه مخ کیدو.نوموړی په ملي وحدت سره مینې باندې مشهور دی او هر وخت هڅه کوي چې ملي وخدت لپاره غږ پ،رته کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button