نړیوال خبرونه

له نیم سري یا میګرین څخه د ژغورلو طبیعي لارې چارې

نیم سری چې میګرین هم ورته ویل کېږي، د سر یو داسې درد دی چې له عامو دردونو سره توپیر لري او په آسانۍ آرام نه مومي. ځینې وخت دغه درد دومره شدت اختیاروي چې زغمل یې ستونزمن وي.

نیم سری ځانګړي درمل نه لري خو د کورنیو نسخو په مرسته یو څه آرام موندلی شو. روغتیا پالان وایي چې د نیم سري ناروغان باید داسې ژوند غوره کړي چې د سر دردۍ امکان یې ډېر لږ وي د بېلګې په توګه د سګرین لږ استعمال، پر خپل وخت آرام کول او دماغ له ستړي کېدو ساتل، نو راځئ ځینې لارې چارې ولولو ترڅو د نیم سري پر وخت آرام ترلاسه کړو.

کله چې د نیم سري له ستونزو سره مخ شوئ، نو سر مو یخ وساتئ، چې ترټولو غوره طریقه یې غسل کول یا له یخ څخه ګټه واخلئ. بله طریقه داده چې سر ته آرام ورکړئ، د ویښتانو جړ پرېښودل هم د سر د درد سبب کېږي نو ښځو ته پکار ده چې د سر درد پر وخت ویښتان همداسې پرېږدي ترڅو عضلو ته یې آرام ور په برخه شي.

نور یی ولوله | محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

همدغه راز که چېرته مو نیم سری درلود نو روښنایي کمه کړئ، کړکۍ ته پردې واچوئ، د موبایل یا کمپیوټر رڼا کمه کړئ او په لمر کې لمر ضدې عینکې واچوئ.

 

بل لوري ته د سر درد او ستړیا لپاره د کافي استعمال غوره ټاکنه ده او ترڅنګ یې د ژاولو ژوولو عادت هم د سر درد پیدا کوي، نو که چېرته کېږي له دې عادت ځان وساتئ او یاهم ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button