سات تيري

له هندي بزګره هغه مارغه ضبط شوی چې تر یوه کاله یې پاللی و

له هغه هندي یو کمیاب مارغه (زاڼه) ضبط شوی چې له ټپي کېدو وروسته یې پالنه کړې او ورسره روږدی شوی و

د هند په اترپردېش ايالت کې چارواکو دا مارغه یوه خوندي ځای ته لېږدولی دی چې په یوه ویډیو کې یې یادونه شوې وه.

مخکې هندي بزګر ویلي و، کال مخکې یې دا مارغه په خپله کرونده کې په ټپي حالت کې موندلی و او له درملنې وروسته یې فکر کاوه چې په خپله مخه به لاړ شي، خو دا سارايي مارغه له ده سره پاتې شو.

په ځینې تازه رپوټونو کې ویل شوي دا زاڼه له خپل نوي پالنځي هم الوتې، خو چارواکي بیا د مارغه الوت ردوي. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې یو ویډیويي کلیپ خپور شوی چې ځايي کلیوال یوې زاڼې ته د خوراک ورکولو په حال کې لیدل کېږي.

بل لور چارواکي وايي ضبط شوی مارغه اوس هم د سماسپور په هغه خوندي پالنځي کې دی چې مارغان پکې ساتل کېږي

د ځنګلونو چارو ادارې یوه چارواکي روپیش سریواستوا خبريالانو ته ويلي: ”دا مارغه په یوه خونه کې ایسار نه دی چې خپل خوراک پخپله مومي، خو موږ هم غنم، ډوډۍ او اوبه ورکوو.”

اترپردېش لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ زاڼې لري چې د دې ایالت رسمي مارغه همدا دی او د افرادو لپاره د دې مارغه ساتل یا دې ته خواړه ورکول هم غیر قانوني بلل کېږي.

له دې مخکې بزګر محمد عارف چې تر یوه کال پورې یې دا مارغه ساتلی و وویل، د سې شنبې پر ورځ یې چارواکي کور ته ورغلل، د ځنګلونو چارو ادارې امر یې درلود او له ده یې مارغه واخیست.

دی زیاتوي مارغه یې نه دی ایسار کړی، نه یې تړلی، بلکې په خپله خوښه له ده سره پاتې شوی و.

په نورو هېوادونو کې د مرغانو پاللو ته توجه کيږي

د یادونې وړ ده چې په نورو هېوادونو کې د مرغانو پاللو او ساتلو ته ځانګړې توجه کيږي خو په افغانستان کې دغه چارې ته لا تر اوسه توجه نده شوې.

زاڼه يوه مهاجره مرغۍ ده چې په بېلابېلو فصلونو کې خپل د اوسيدو ځای بدلوي او له سړو سيمو ګرمو سيمو ته تګ راتګ کوي.

د مرغانو ژوند ته پام او توجه کول په اوسني عصر کې مهمه موضوع ګرزيدلې ده او ډیری هېوادونو د مرغانو په ښکار کولو محدوديتونه لګولي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button