کورني خبرونه

له هند څخه لومړنۍ الوتکه کابل ته ورسېده

له هند څخه  لومړنۍ الوتکه کابل ته را ورسېده د هند او افغانستان تر منځ د الوتنو پیل لړۍ کې پرون نوي ډهلی ته د خصوصي هوايي شرکت کام ایر تللی  الوتکه نن  د شنبی ورځ کابل ته  را ورسېده .

په افغانستان کې د طالبانو حکومت خارجه  وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر کې لیکلی

 په دې الوتنه کې هغه پنځه اتیا  افغان وګړی  هم هېواد ته را ستانه شوی  چې په هند کې ایسار پاتې وو نوموړی زیاته کړی  د ډهلی  او کابل تر منځ به د الوتنو دا لړۍ دوام وکړي د یادونې  وړ ده چې دا الوتکه پرون جمعی ورځ  له کابل څخه  نوي ډهلی  ته تلې وه چې نن بېرته ستانه شوی د ښاغلي بلخي ویلی  ډهلی  ته د کام ایر دې الوتکې په کابل کې د اندارګاندي روغتون لپاره هم  د هند درملو مرسته کابل ته لېږلی نوموړي د درملو لدې مرستې څخه  د هند نه مننه کړې.

نور یی ولوله | مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله ۵۴ وګړی وژل شوي

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ویلی  راتلونکي  به د افغانستان روغتونونو لپاره له هند څخه  طبي تجهیزات هم راوړل  شي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندی  هند له افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې چې هغه به د واګه پولی  له لوری  افغانستان ته لیږل کېږي د تېر نومبر میاشتې په وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلی  هند ته به   اجازت  ورکړې چې د افغانستان له وګړو سره  د همکاری  په هدف  دغه پنځوس زره مېټرک ټنه غنم او درمل د پاکستان له لوری افغانستان ته ولېږی .

ټاکل شوې ده چې دا غنم او درمل به د واګه له پولې څخه  راتېر او بیا د پاکستان له خاورې نه  افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان  خارجه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی  دا پرېکړه یې له افغان ولس سره د خواخوږۍ پر بنسټ کړې .

د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي هم څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څخه غوښتنه کړې  چې د هند مرستو ته اجازت ورکړي چې د پاکستان له لوری افغانستان ته ورسېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button