له هېوادونو سره د اړیکو ښه والي په پاره اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هڅې
په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وايي، په اسلام اباد کې یې د ۲۷ هېوادونو له سیاسي دفترونو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.
سردار احمد شکېب
سردار احمد شکېب له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د خپل کار له پیله تر اوسه یې د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د اړیکو د ښه والي په موخه له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ناستې کړې دي. ښاغلي شکېب طلوع نیوز ته وویل:«له ۶۵ تر ۷۰ پورې مستقیمې ناستې شوې دي هغوی راغلي او موږ هم تللي یو او د افغانستان د بیارغونې په هکله موږ سره خبرې کړې دي او د اړیکو ښه والي لپاره مو خپل پیغام هغوی ته رسولی دی.
په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سیاسي استازی
په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سیاسي استازی وایي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په لار کې ځينې ستونزې شته، خو په دې تړاو جزیات نه ورکوي. بل خوا، یو شمېر شنونکي او پخواني ډيپلوماټان په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او سیاسي استازولیو رول له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د اړیکو په ټينګښت کې اغېزناک ګڼي.
نور یی ولوله | له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا تړون غځېدل
نور یی ولوله | د مڼې سرکه زیاتې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل:«پاکستان کولای شي چې د افغانستان لپاره د نړۍ په کچه لابي هم ولري چې افغانستان په رسمیت وپېژني او یا نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي او یا اړیکې ولري او د هغه په برعکس کې هم ونډه یا اغېزه لري. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير افغانانو ته د پاکستان د وېزې د ورکړې په چاره کې د مافیایي ډلو پر شتوالي نیوکه کوي او له پاکستانه غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي
سردار احمد شکیب څرګنده کړه:«یا ویزه نه صادرېږي او یا هم د هغه شرطونه سخت دي خلک اړ کېږي چې کمېشن کارانو ته لاړ شي. کمېشن کاران له هغوی د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ اخلي. سردار احمد شکیب د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر اتمه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه وټاکل شو او اسلام اباد اعلان وکړ، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي منل کېدل د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي