له پاکستانه جبري راستانه کړی شوي کډوال له شپږ سوو زیات دي
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي چې له ۶۰۰ ډیر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي
دغه کډوال افغانستان ته له دریو لارو راستانه کړی شوي چې د کورنیو شمېر یې ۱۲۹ تنه دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او پکتیکا ولایتونو ته د ډیورنډ کرښې له لارې په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، له پاکستانه د جبري راستېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسون د راپور له مخې، د سلواغې په ۱۰مه د ننګرهار، کندهار او پکتیکا ولایتونو ته د ډیورنډ کرښې له لارې ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۹۷ تنه وو په جبري ډول له پاکستانه راستنې کړل شوې دي.
څو کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې دي؟
د کډوالو چاروچارو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې ۱۹ کورنۍ یې خپلو اصلي مېنو ته لیږدولې دي، ۹۲ کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې او ۱۱۹ کورنۍ یې په لنډمهالو پنډغالو کې ځای پر ځای کړې دي.
نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل
نور ولولئ: ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده
نور ولولئ: افغانستان ته له څلور سوه زره زیات افغان کډوالو راستنېدل
همدارنګه یاد وزارت ویلي چې، تېره ورځ هم ۲۷۶ تنه افغان کډوال په جبري ډول د تورخم او سپین بولدک له لارو له پاکستانه راستانه شوي.
د کډوالو وزارت وايي، په جبري ډول ټول راستانه شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د تیر کال د سپټمبر له ۱۵مې نېټې راهیسې دوام لري او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.
د اسلام اباد له لوري له افغان کډوالو سره شوی چلند
د پاکستان امنیتي ځواکونو له هغو کډوالو چې افغانستان ته یې په جبري توګه ستانه کړي، له هغوی یې پیسې، جایدادونه او شتمنۍ هم ګرځولي دي.
له پاکستانه د جبري ایستل شوو افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
طالبانو څو ځلې له اسلام اباد غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره دغه ناوړه چلند ودروي، خو پاکستان تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ لا هم روانه ده.