سیمه ییز خبرونه

له پاکستان سره په وروستۍ نښته کې طالبان وژل شوي

له پاکستان سره په وروستۍ نښته کې طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي

افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي، چې له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت د درېیو ورځو په تېریدو د دغې جګړې او ور اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

رسنیو ته په سیمه کې سرچینو د شنبې په ماښام ويلي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ او پښتونخوا غاړې کورمه کې په روانه اوونۍ کې دوه ځلې د دواړو لوریو د ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوې دي. چې په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

پر پاکستاني پوستو د طالبانو برید

حکومتي سرچينو وړاندې ويلي، چې طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوې هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول چې په کرمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

نور ولولئ: د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پیژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»

ډیورنډ فرضي کرښه رسمي نه ده

خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.

شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډیر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کیږي.

په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.

پر دې سربېره، پرون طالبانو له پاکستاني پوځ سره د جګړې په موخه ډیورنډ فرضي کرښې ته توپونه، ټانکونه او نورې درنې وسلې انتقال کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو مبلغین وايي، پاکستان ته باید سم ځواب ورکړل شي، تر څو په راتلونکې کې د دوی په وینا چې افغان خاورې ته کاږه هم ونه ګوري.

خو طالبانو لا په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button