کورني خبرونه

له ډاکټرانو سره د طالبانو ناسم چلند؛ پکتیا حوزوي روغتون کې یې کاربندیز کړی

پکتیا کې له ډاکټرانو سره د طالبانو ناوړه چلند ددې لامل شوی چې ډاکټران کاربندیز وکړي

د پکتیا حوزوي روغتون ځینې ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند او د معاش د کمښت له امله یې له پرون راهسې کاربندیز پیل کړی.

د ولادي او نسايي ډاکترو د کاربندیز له امله اوس ډاکتران دغه برخه کې کار کوي.

د مسلکي پرسونل لرې کول

د پکتیا حوزوي روغتون یو شمیر ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د عامې روغتیا رییس ملا خیر محمد منصور له عامې روغتیا وزارت پرته په خپلسر د روغتون مسلکي پرسونل له دندو لرې کړي او د هغوی پر ځای یې خپل نژدې کسان چې هیڅ طبی زدکړې هم نه لري په دندو ګمارلي دی.

ډاکتران وايي د پکتیا د عامې روغتیا رییس یې په میاشتو میاشتو معاشونه ځنډوي او پر وخت اړوند مرستندویه روغتیايي موسسو ته د معاشونو د لېږد مرحله سرته نه رسوي.

ځینې ډاکټرانو د طالب چارواکو د ناسم چلند له امله له خپلو دندو هم لاس پر سر شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د پکتیا حوزوي روغتون د دغو ډاکترانو لېست ترلاسه کړی دی، چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند له امله یې استعفاوې کړې دي.

د نارینه متخصص ډاکترانو په ډله کې رحمن الله ځدراڼ، نقیب الله عارف ، محمد ګل محمدي او جهاد ګل رضوان استعفاوې کړې دي.

نور ولولئ: عامې روغتیا وزارت: تېر کال د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي

نور ولولئ: عامې روغتیا وزارت: تېر کال د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي

په ډاکټرو کې چې د پکتیا حوزوي روغتون نسايي ولادي واټ کې په کار بوختې وې، لیمه نورزۍ، شکریه ګل دسته استعفاوې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ د ډاکټرو له استعفا وروسته اوس مهال په نسايي ولادي واټ کې ډاکتران کار کوی.

سرچینې وايي ټول ډاکتران دې ته تیار دي چې استعفاوې ورکړي، خو ځیني د عامې روغتیا رییس ځینې په مرګ ګواښلي او د له استعفا ور کولو په زور منع شوي دي.

یو شمیر ډاکتران وايي، له دوی سره د پکتیا د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور چلند نظامي دی.

د دوولسم ټولګي زدکوونکي رییس

د معلوماتو له مخې ملا خیر محمد منصور هیڅ طبي زدکړې نه لري او اوس د پکتیا په شپې ښوونځي کې د دولسم ټولکي زدکوونکی دی.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست اداري سرچینو افغانستان انټرشنل ـ پښتو ته یو نوملړ سپارلی دی، چې ددغه ریاست رییس په وخت کې هیڅ کوم خالي پوسټ اعلان ته نه دی تللی؛ بلکې په ټولو خالي پوسټونو کې یې خپلوان په بېلابیلو ځایونو په لوړو معاشونو ګمارلي دي.

د ځاځي اریوب روغتون اداري مدیر علي ګل د پکتیا د عامې روغتیا رییس ورور دی، په همدغه روغتون کې یې خورې حبیب او بل وراره یې منان په بېلالو طبي پوستونو کې مقرار کړي دي او په دغه ولایت کې د روغتون واکیسناتور او د سرویلانس کرونا سمپل انتقالونکی یې وروڼه دي چې په لوړو معاشونو یې په دندو ګمارلي دي.

په پکتیا کې یو شمیر ځايي طبي موسسې چې له نړیوالو څخه په طبی برخه کې مرستې ترلاسه کوي او دوی بیا د طالبانو د سرپرستۍ لاندې ډاکترانو او نورو طبي پرسونل ته معاشونه ورکوي، وايي چې د پکتیا لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور له زیاتو فرمایشي ګمارنو ستړی شوي دي.

د امنیتي ګواښونو له امله نشو کولی، چې ددغو طبي موسسو نومانونه ډاکه کړو.

دوی زیاتوي ډاکترو ورته د طالبانو له روغتیا رییس شکایتونه کړي او وايي، چې په اخلاقي فساد کې ککړ دی.

موږ د پکتیا د عامې روغتیا ریاست له اداري مسوولینو سره په حوزوي روغتونو کې د ډاکترانو د کاربندیز په اړه معلومات وغوښتل، هغوي کار بندیز تایید کړ؛ خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه پلاوی پکتیا ته راغلی دی، ترڅ د دغې ستونزې په اړه له ډاکترانو سره خبرې وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button