کورني خبرونه

له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

کله چې طالبان د افغان نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه، اوس د زده‌کړو په خاطر مدرسو ته ثبت‌نام کوي

دې نېشنل اژانس لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې په تدریجي ډول زده‌کړو ته د ښځو او نجونو لاس‌ر‌سی محدود کړی؛ که څه هم طالبانو په سر کې د ښځو د زده‌کړو په برخه کې د نرمښت ادعا کوله؛ خو ډېر ژر له خپلو ژمنو په شا شول.

د دې نشنل د راپور له مخې، افغان نجونې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منعه شوې، د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره یې په بې مخینې توګه مدرسو ته مخه کړې ده.

نور ولولئ:  ملګري ملتونه: د نجونو او ښځو محرومیت د افغانستان د ودې مخه نیسي

که څه هم دیني مدرسو دغه نجونو ته د زده‌کړو یوه فضا ورکړې؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دغه زده‌کړې د هغه څه بدیل نه شي کېدای کومو ته چې د تېر حکومت پرمهال دغو نجونو لاس‌رسی درلود.

شپاړس کلنه زده‌کوونکې منیره وایي:« مدرسه مو کور ته نږدې ده او له یوې میاشتې راهیسې ورځم.»

هغه وایي:« خوشحاله یمه، چې د قران قرائت او ځینې نورې دیني موضوعګانې زده کوم؛ خو ما غوښتل چې ډاکټره شمه.»

منیره وایي، کله چې دوه کاله وړاندې ښوونځي ته په تلو مې بندیز واورېد« هکه پکه شوم.»

د طالبانو په راتګ څومره نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې؟

د روان کال په لومړیو کې د یونسکو په یوه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانې نجونې او ښځې زده‌کړو ته لاس‌رسی نه لري.

په دې شمېر کې ۱.۲ میلیونه هغه کسان هم شامل دي، چې د طالبانو له‌خوا له زده کړو راګرځول شوي دي.

په راپور کې د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې ویل شوي، چې تر ۲۰ زره زیاتې نجونې په دولتي مدرسو کې زده‌کړې کوي. په دغو دیني مدرسو کې د نجونو او ځوانانو شمېر ټولټال ۹۵۰۰۰ ته رسېږي.

پر خصوصي مدرسو سربېره خصوصي هم شته

اوس‌مهال د دولتي مدرسو تر څنګ په خصوصي مدرسو کې هم یوشمېر ښځينه زده‌کوونکې په زده‌کړو بوختې دي.

د دیني علومو ۴۳ کلنه استادې ساجدې باقي د نجونو پر زده کړو له بندیزونو وروسته په کور کې یوه دیني خصوصي مدرسه جوړه کړې، هغه افغانستان انټرنیشنل ته وایي:« موږ تراوسه پورې له ۵۰ ډېرې زده‌کوونکې لرو، چې ډېرې یې پېغلې دي، چې پوهنتونونو ته له تګه منعه شوې دي او هره ورځ د زده‌کوونکو په شمېر مې زیاتیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا هم نه ده روښانه کړې چې ایا دوی به ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او کنه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button