ژوند او ټولنهسات تيري

له کنسر سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ خو افغانستان کې یې پېښې زیاتې شوي

اړوند خبرونه: 

د ځیرکو مبایلونو کارول د مغزو د کنسر لامل نه کېږي

نن د فبروري څلورمه له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د طالبانو د رژیم د عامې روغتیا وزارت تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د شاوخوا شپږ زره پېښو د ثبت خبر ورکړی.

د یاد وزارت ویاند، شرافت زمان وايي چې تېر کال په افغانستان کې نږدې شپږ زره سرطاني پېښې ثبت شوې او په وینا یې چې د دې ترڅنګ شاوخوا ۴۲ زره نور هغه کسان هم ورسره ثبت شوي چې له مخکې په دې وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې دوی هڅه کوي د پلازمېنې په ګډون په زونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه فعال کړي.

ښاغلي زمان سږ کال په کابل کې د سرطان د درملنې په موخه د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالېدو ته په اشارې ویلي چې یاد روغتون به ډېر ژر خپل خدمات پیل کړي، او همدارنګه په پنځو زونونو کې یې د روغتیايي مرکزونو د فعالېدو خبره هم کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې د سرطان ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې له «عامه پوهاوي» د استفادې هڅې هم پیل شوې چې په هغو کې د عامه‌پوهاوي سیمینارونه، د بورشونو چاپ او روغتیايي ناستې شاملې دي.

سرطان یوه وژوونکې ناروغي ده، چې د درملنې لپاره یې اوس هم ډېری هېوادوال ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button