سات تيري

له کومو لارو چارو خپل تمرکز ډېر کړو؟

څېړنې وايي، د ځینو تمرینونو په واسطه د تمرکز ډېرولو امکان شته دی

موږ ټول غواړو په هغه کار کې چې کوو یې بریالي اوسو او ددې تر څنګ هڅه کوو چې په ټول توان او تمرکز یې سرته ورسوو، خو تل داسې لاملونه یا مزاحمت کوونکې غږونه وي چې ستاسو تمرکز ګډوډ کوي. ځینې خلک د تمرکز زیاتولو لپاره درمل خوري چې دا یوه نامناسبه طریقه ځکه ده چې تمرکز زیات یو هنر دی چې کسب کېږي او موږ به په دې باندې دلته خبرې وکړو.

afghan 2024 07 17t103752.778
له کومو لارو چارو خپل تمرکز ډېر کړو؟

بل مو کله فکر کړی دی چې کوم وخت د یوه کار په ترسره کولو کې له ځانه ورک کېږی، نو څومره ښه احساس لری؟ دا ځکه چې تاسو په دې کار کې یوې غوره پایلې ته رسېږی او ځان مو په کې ستړی کړی دی.

نور ولولئ:  مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

afghan (88)
له کومو لارو چارو خپل تمرکز ډېر کړو؟

تمرکز څه ته وایي او څه ډول یې زیاتولی شو؟

تمرکز پر یوه موضوع د ذهن متمرکز کول چې په هغه کې فکر، هغه افکار چې خواره واره وي، احساسات، ایډیاګانې او هیجان یو ځای کولو ته وايي. تمرکز نور تعریفونه هم لري، خو دلته همدا یو تعریف بسنه کوي، ځکه لیکنه بې له ضرورته اوږدېږي.

د تمرکز کسبولو ښه لاره داده چې د کار په وخت کې خپل ذهن راټول او په ټوله انرژي سره پر هغه کار تمرکز وکړي چې ته یې د ترسره کولو لپاره پلان لري. د فکر متمرکز کول څه غیر معمولي کار نه دی بلکې ددې کسبول یو څه کار او عملي تمرین ته اړتیا لري.

afghan 2024 07 17t103813.750
له کومو لارو چارو خپل تمرکز ډېر کړو؟

که چېرې تاسې پر هر کار خپل خیالات راټول او تمرکز وکړی نو بالاخره دا عادت اخلی او له دې ستونزې ځان خلاصولی شی. لنډه دا چې ځان مجبور کړی او تمرکز مو راټول کړی تر څو مو کار ښه پایله ولري.

afghan 2024 07 17t103835.626
له کومو لارو چارو خپل تمرکز ډېر کړو؟

څه ډول خپل تمرکز له لاسه ورکوو؟

تمرکز مو هغه وخت له ګډوډ کېږي چې تاسو داسې شی وینی چې ستاسو ماغزه پر هغه فکر کوي. په کالیفرنیا کې د ارواین پوهنتون استاد په خبره تاسو چې کله تمرکز له لاسه ورکوی، نو ۲۵ دقیقو ته اړتیا لری چې بېرته پر خپل کار تمرکز وکړی نو ښه داده چې تاسو خپل تمرکز ته ډېره پاملرنه وکړی او هر وخت متوجه اوسېږی چې په کوم کار اخته او څه ډول یې کوی. تمرکز بایلل ډېر لاملونه لري، خو مبایل، ملګری او د څنګ همکار او نور کسان وي چې ستاسو د تمرکز د ګډوډولو لامل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button