لوبې خبرونه

د روان کال IPL د راشد خان لپاره تر ټولو غوره خو د نبي او مجيب لپاره ښه نه وو

د روان کال IPLد راشد خان لپاره تر ټولو غوره، خو د نبي او مجيب لپاره ښه نه وود IPL ٢٠٢٠ کال پړاو کې هم درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان ولوبېدل، که يو لوري ته دا پړاو د راشد خان لپاره تر ټولو غوره پړاو و، نو بلخوا ته بيا د محمد نبي او مجيب لپاره ښه نه وو

د راشدارمان لپاره غوره ځکه و، چې د خپلې لوبډلې په ټولو لوبو کې يې ګډون وکړ، خو نورو دوه لوبغاړو ته بيا ډېر چانس ورنه کړل شو.راشد خانراشد خان چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، په ياده لوبډله کې يو مهم لوبغاړى و او د حېدراباد په ټولو ١٦ لوبو کې يې ګډون وکړ، چې په ځينو لوبو کې ډېر ښه وځلېده.هغه د حېدراباد لپاره تر ټولو زياتې ٢٠ ويکټې هم ترلاسه کړې، نوموړي په يوه لوبه کې تر ټولو ښه توپ اچونه د ٧ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي هم اوټ کړل .راشد خان په عمومي ډول په روان ليګ کې پنځم بالردى

زیاتې ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز په ورو توپ اچونکو کې بيا دويم توپ اچونکى دى چې ډېرې ٢٠ ويکټې يې واخيستې.د هغه توپ اچونې اوسط هم ډېر ښه و، ځکه د اوسط په برخه کې هم هغه په دريم مقام کې راغلى دى، چې له جسپريت بومرا او جېسن هولډر وروسته يې ١٧.٢٠ اوسط دى.په روان ليګ کې د هغه توپ اچونه تر ټولو اقتصادي توپ اچونه وه، نوموړي په ١٦ لوبو کې ٦٤ اورونه ترسره کړل، ١ مېډن اور يې وکړ، ٣٤٤ منډې يې ورکړې او ٢٠ ويکټې يې واخيستې چې اکانومي يې ٥.٣٧ وه. دا تر ټولو ښه اکانومي ده او په دې برخه کې تر ټولو مخکښ و.

یو مېچ کې هم بيا د راشد خان اقتصادي توپ اچونه تر نورو ټولو ښه وه، دا لوبه يې د ډيلي کاپيټلز پر وړاندې ترسره کړې وه چې په ٤ اورونو کې يې ٧ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول او اقتصادي توپ اچونه يې ١.٧٥ وه.که په عمومي ډول خبره وکړو، نو د سږکال پړاو د راشد خان لپاره ډېر ښه او غوره پړاو و، چې هغه پکې د حېدراباد لپاره ښه وځلېده او لوبډله يې هم دويم کواليفاير ته رسېدلې وه، چې پرون يې له ډيلي کاپيټلز څخه ماتې وخوړه او پايلوبې ته يې لار پېدا نه کړه.

نبي د افغانستان تجربه کاره الراونډر محمد نبي، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ غوره الراونډر او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ دويم غوره الراونډر دى، سږکال هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره و، خو د هغه لپاره د سږکال سيالۍ بېخونده وې.نوموړى سږکال يوازې په يوه لوبه کې ولوبېده، چې ١١ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.که څه هم هغه په خپله يوازينۍ لوبه کې اقتصادي توپ اچونه وکړه چې اکانومي يې ٥.٧٥ وه، خو حېدراباد په نورو لوبو کې چانس ورنکړ او تر پاى پورې په پويلين کې ناست او لوبې يې ننداره کولې.

مجيب د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان د تېر کلونو په څېر د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېده، خو د هغه لپاره هم سږکال ډېر ښه نه و.په ٢٠١٨ کال کې نوموړى په ١١، په ٢٠١٩ کال کې نوموړى په ٥ او سږکال هغه يوازې په ٢ لوبو کې ولوبېده، چې کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.مجيب الرحمان په دوه لوبو کې ٨ اورونه ترسره کړل چې ٨٣ منډې يې ورکړې و د کومې ويکټ په ترلاسه کولو ونه توانېده، هغه په يوه لوبه کې توپوهنې ته م راووت خو يوازې ١ منډه يې ترلاسه کړه.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button