لوبې خبرونه

پر افغان کرکټ بورډ نیوکې، ملي لوبډله پرلپسې ماتې خوري

افغان لوبډله په دې وروستیو کې پرله پسې ماتې خوري، له همدې امله پر کرکټ بورډ نیوکې کېږي

افغان کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ماتې خوري. دې ماتو د خلکو او کرکټ پوهانو نظر ځانته اړولی دی. خلک او د کرکټ پوهان د دې ماتو اصلي لامل د کرکټ بورډ د ننه ډول ډول ستونزې بولي.

له هغې وروسته چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر نړیوال جام وروسته په پرله‌پسې توګه خپلې لوبلړۍ وبایللې، د کرکټ د څارونکو او مینه‌والو ترمنځ یې ګڼ شمېر غبرګونونه پارولي دي.

افغان کرکټ لوبډلې تازه په خپل کوربه‌توب ایرلینډ ته یوازېنۍ ټېسټ لوبه هم په د ۶ وېکټو په توپیر سره وبایلله.

په ۲۰۲۳ کال کې د افغان لوبډلې غوره لوبې

د تېر ۲۰۲۳م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو پرمهال د یادې لوبډلې بې مخینې سیالیو نه یوازې دا چې د افغانستان دننه د کرکټ مینه‌والو هیلې خورا لوړې کړې وې، بلکې په نړیواله کچه یې هم دا اټکلونه را څرګند کړي وو چې افغانستان به په راتلونکي کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ډېرې ښې لاسته راوړنې ولري.

افغان ملي لوبډلې د خلکو د هیلو خلاف تر نړیوال جام وروسته هندوستان ته د شل اوریزو سیالیو، سریلانکا ته د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو او ایرلینډ ته هم د ټېسټ سیالیو لوبلړۍ وبایللې او یوازې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې یې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه د یو پر وړاندې ګټلې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دولت خان احمدزي چې مخکې یې په کرکټ بورډ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، تر نړیوال جام وروسته د کرکټ ملي لوبډلې په جوړښت او پلان جوړونه کې ستونزې لیدل کېږي.

نور ولولئ:  د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

هغه وايي، د لوبغاړو ډېره پاملرنه سوداګریزو لیګونو ته ده او په باور یې چې هرې لوبلړۍ ته له یوې میاشتې په مسلسله توګه لوبغاړي یوځای تمرینات ترسره نه کړي، نو د ګټلو چانسونه به یې لا کم شي.

7
افغان کرکټ ملي لوبډله

د لوبډلې پر انتخاب نیوکه

پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی په ځانګړې توګه د ایرلینډ پر وړاندې د وروستۍ ټېسټ لوبې په تړاو ویلي: “د ټېسټ ټیم د انتخاپ پروسه که وګورو، زمونږ لوبډله ډېره متوازنه نه وه. ځکه د یوه ټېسټ لپاره لږ تر لږه ستا د بیټېنګ (توپوهنې) ارډر مهم وي. د لوبغاړو د لوبې طبیعت معلومول، د مخالفې لوبډلې د توپوهونکو او توپ اچونکو لپاره پلان جوړول او خپل کنډېشن په سمه توګه استفاده کول، هغه څه دي چې پرې پوهېدل په‌کار دي، خو زمونږ په لوبډله کې ما ونه لیدل.د ایرلینډ توپ اچونکي ډېر چټک نه دي، خو په پوره کنټرول سره سوینګ کوي چې دا ټولې نقطې نظر انداز شوې وې.”

د کرکټ لوبې نړیوال مبصر فرهاد فدایي بیا په لوبډله کې د ځینو نوموتو افغان لوبغاړو نشتوالی د دې لامل ګڼي چې افغانستان په اسانۍ سره خپلې وروسته سیالۍ وبایللې.

د فدایي په باور، د راشدخان نشتون د افغانستان په ملي لوبډلې ډېر اغېز کړی دی.

هغه وړاندې وايي: “د سریلانکا له لوبلړۍ رانیولې بیا تر ایرلینډه پورې، د افغان لوبډلې د توپوهونکو ډلګۍ ښه نه دي ځلېدلي. که خلاصه یې کړو، هغه دا ده چې موږ د ټېست سیالۍ کمې کړي دي، بله دا چې د راشدخان او یمین احمدزي نشتون، د توپوهونکو له لوري منډې نه کول ځکه ټېسټ کرکټ د حوصلې لوبه ده، نو توپ وهونکي باید په وېکټ ډېر وخت تېر کړي، خو افغان لوبغاړو کې لا دا برخه کمزورې ده.”

خو د کرکټ یو شمېر مینه‌والو بیا په ټولنیزو رسنیو کرکټ بورډ د لوبغاړو په انتخاب کې په واسطو او رابطو تورن کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو مینه‌والو ځانګړي لوبغاړي یاد کړي چې د بااستعداده لوبغاړو پر ځای چانس ورکول شوی، خو پایله یې صفر وه.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د لوبغاړو انتخاب د ټاکونکې ډلګې له لوري ترسره کېږي او دوی په کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

د ویلو ده، افغانستان به خپله بله لوبلړۍ چې درې یو ورځنۍ سیالي دي، هم د ایرلینډ پر وړاندې د مارچ په ۷مه نېټه پیل کړي.

د لوبو ذکر شوې لړې ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان شوې ده. خو وکتل شي، چې بیا هم د کله د تېر په څېر ماتې خوري او که به دا ځل بریالۍ راستنه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button