ټکنالوجي

ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې

نننۍ ټکنالوژي پر ماشومانو هم منفي او هم مثبتې اغېزې لري چې پر دواړو خواوو یې باید ځانونه پوه کړو

نننی د ټکنالوژي ژوند، یا ډیجیټل نړۍ ماشومانو لپاره ډېر جذابیت لري. د ماشومانو دا خوښېږي چې ساعتونه ساعتونه پر مبایل، کمپیوټر او نوور ډیجیټلي وسیلو تیر کړي، لوبې په کې وکړي او ځانونه پرې بوخت وساتي.

د ټکنالوژۍ د زمانې ماشوم

تر هغو چې مونږ او ماشومان مو یوازې له الکترونیکي وسیلو لکه کمپیوټر، لپ ټاپ، مبایل ټیلفون او ټبلیټ څخه کار اخلو یا په ټولنیزو رسنیو کې ډېر بوخت پاته کیږو، په دې معنا ده چې مونږ د ټکنالوژۍ په خدمت کې یو، نه ټکنالوژي زمونږ په خدمت کې. په داسې یوه حالت کې مونږ د خپل ژوند د څرنګوالي پریکړه، له کوم عادي مقاومت پرته هم ټکنالوژۍ ته سپارو.

afghan (19)
ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې

ډیری مور او پلار کله چې ګوري کم عمره ماشومان یې پر مبایل ټیلفونونو کې اخته وي او ګیمونه په کې کوي یا یې پر اپلیکیشنونو باندې وارد وي، ورته خوشالېږي او فکر کوي چې ماشوم یې پرمختګ کړی دی، اما برعکس دا وضعیت د دې ښکارندویي کوي چې ماشوم مو په یوه مصرفي شخص بدل شوی او د پرمختګ مخه یې نیول شوې ده.

لاندې پر ماشومانو د ټکنالوژۍ د مثبتو او منفي اغیزو په اړه درته وایو.

پر ماشوم د ټکنالوژي کمې ښکاره مثبتې اغیزې

ټکنالوژي ماشومانو ته دا امکان ورکوي چې له خپلې کورنۍ، ملګرو او نورو سره داسې اړیکې ټینګې کړي چې د هغوی اړیکې ورسره پیاوړې کیږي، په ځانګړې توګه کله چې په چټ کې ویډیویي خبرې کوي.

afghan (17)
ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې

ټکنالوژي له ماشومانو سره مرسته کوي چې په خپلواکه او چټکه توګه زده کړه وکړي، ټکنالوژي ماشومانو ته دا زمینه برابروي چې د خپلې خوښې موضوعات پیدا او ولولي.

نور ولولئ: د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه

نور ولولئ: په ځوانۍ کې د ويښتانو د سپېنيدلو لاملونه او درملنه

که څه هم تکنالوژي د کورنۍ له غړو یا خپلوانو سره د ماشومانو فزیکي تړاو او راشه درشه پیکه کوي، خو هغوی ته لږ تر لږه دا فرصت ورکوي چې په مجازي ډول له هغوی سره په اړیکه کې پاته شي.

ټکنالوژي ته د ماشومانو لاسرسی د هغوی د ډیجیټلي پوهې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او دغه پوهه ماشومانو ته په راتلونکې کې په درد خوري.

د ټکنالوژۍ اکثره وسیلې په ماشومانو کې د سترګو او لاسونو همغږي زیاتوي. د دې ترڅنګ ماشوم سره د ژبې په زده کړه او د مسلو په حل کې هم مرسته کوي.

afghan (18)
ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې

پر ماشوم د ټکنالوژي ښکاره مثبتې اغیزې

د ماشومانو ذهني وده.

د زدکړې د مهارتونو لوړېدل.

د مسلو د حل مهارت.

اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی.

د بهرنۍ ژبې زدکړه.

د انتقادي تفکر وده.

فعاله ژوند کول.

بوختیا

پر ماشوم د ټکنالوژي منفي اغیزې

پر ماشوم د ټکنالوژي لومړنۍ منفي اغیزه داده چې که یې مخه ونه نیول شي، غواړي خپل حد اکثر وخت له ټکنالوژیکي وسایلو سره تېر کړي. د امریکا د ارواپوهنې ټولنه سپارښتنه کوي چې د ۲ تر ۵ کلنو ماشومانو لپاره باید په شپه او ورځ کې یوازې د یوه ساعت لپاره د ځیرکو ټیلفونونو یا ټابلیتونو کارونه محدوده شي.

دټکنالوژي بله منفي اغیزه داده چې د ماشوم چلند ورسره بدلیږي، ماشوم یو څه لانجمن عادت کیږي.

چاغوالی، کم حرکت او د خوب ستونزې.

د اوږدمهاله چاغۍ او قلبي ناروغیو ګواښ.

afghan (20)
ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې

خوب یې له اختلالاتو ډک وي او د خوب کیفیت یې اغیزمن کیږي، خصوصا هغه ماشومان چې د خوب کوټه کې له ځیرکو ټکنالوژیکي وسیلو کار اخلي.

د توجه کموالی.

ټولنیز چلند یې حد اقل کچې ته رسیږي.

د خپګان لامل هم کیږي.

ښونځي کې کمې نمرې اخیستل.

عاطفي چلند یې کمیږي.

د منفي اغیزو حل لارې

که تاسې پوهېږی چې خپل ماشومان له ټکنالوژي له کارولو نه شی راګرځولی، نو په بدیله لاره یې فکر وکړئ. مثلاً تاسې کولی شئ چې دوی ته په ډیوایسونو کې د زده کړو او نورو مهارتونو د زده کولو اپلېکشنونه انسټال کړئ یا ورته نورې لارې چارې ورته په ګوته کړئ څو ددوی په ژوند کې مثبت اغېز راولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button