نړیوال خبرونه

مالیې وزارت: یوازې د یو ریاست ښځینو کارکونکو مو غوښتي چې خپل نارینه راوپېژني

د عوایدو ریاست ښځینه کارکونکي باید په کور کې پاتې شي

د طالبانو چارسمبالي حکومت د مالیې وزارت ومنله چې یوازې د عوایدو ریاست له ښځینه کارکوونکو یې غوښتي چې دوی دې پر کور کېنې او د کورنۍ نارینه غړي دې ور وپېژني چې د دوی پر ځای کار وکړي

د دوی پر ځای د کورنۍ یو نارینه غړی معرفي کړئ

د دې وزارت له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دا غوښتنه یوازې د یوه ریاست له کارکوونکو شوې او هغه هم اجباري نه ده. له دې مخکې بریتانوۍ ورځپاڼې د ګارډین رپوټ ورکړی و چې د طالبانو مالیې وزارت له ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتي چې کار ته دې نه ورځي او په خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړی معرفي کړي.

وروسته له هغه چې د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي سره خبرو کې هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غوښتل شوي چې پر کور دې کېنې او پر خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړي معرفي کړي، د طالبانو د مالیې وزارت یوه وینا پاڼه کې منل شوې چې دا غوښتنه د ټولو وزارت له ښځینه کارکوونکو نه بلکې یوازې د عوایدو ریاست له کارکوونکو داسې غوښتنه شوې ده.

نور یی ولوله | کابل کې د اوبو کمښت

نور یی ولوله | امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

بیان زیاتوي چې د دې اختیاري ګام هدف د کاري فشار کموالی او په کارونو کې چټکوالی دی. خو دایې نه دي ویلي چې ولې د ښځینه کارکوونکو په شته والي کې کاري فشار ډېرېږي. وړمه ورځ بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين رپوټ ورکړی وو چې طالبانو د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو ته امر کړی چې د کور کوم نارینه غړی دندې ته ورولېږي او پخپله په کور کېني.

دې ورځپاڼې ویلي وو چې په یاد وزارت کې له ځينو ښځينه کارکوونکو سره غږېدلې او د وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري یې هم دغه پیغام تر لاسه کړی دی. دغو مېرمنو ویلي، سپارښتنه ورته شوې چې په دفترونو کې د کار فشار زیات دی، ښځې یې له عهدې نشي وتلی نو ځکه باید د کورنۍ نارینه غړی ورولېږي. یوه ۳۷ کلنه مېرمن، چې په رپوټ کې د مریم په مستعار نوم یاده شوې، د همدغو ښځو له ډلې ده چې له ګارډين ورځپاڼې سره خبرو کولو ته رضا شوې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button