افغان کډوال

متحده عربي امارات: “ډېر ژر به کابل کې د پانګه‌والو نړیوال کنفرانس جوړ کړو”

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

متحده عربي امارات اعلان کړی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بهرنیو پانګوالو د جذب د هڅو په دوام به ډېر ژر د دې هېواد پانګوال او سوداګر د کابل په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغان‌ناو د راپور له مخې، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد ال‌کوتبي، د فواید عامې وزارت سرپرست وزیر د ملا محمد عیسی ثاني په حضور کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو بحثونه شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی چې افغانستان غني طبیعي سرچینې لري، او اسلامي امارت هڅه کوي د پانګوالو په جذب سره اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي. هغه د متحده عربي اماراتو پانګوالو ته بلنه ورکړې چې د مختلفو سکتورونو په پانګونه کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي هم اعلان کړی چې دوی په کابل کې د اماراتي پانګوالو او سوداګرو کنفرانس د جوړېدو پلان لري. نوموړي ټینګار کړی چې په دې کنفرانس کې به داسې پروژې بحث شي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مرسته کولی شي.

دا اقدام د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي همکاریو دوام دی. تر دې مخکې، د افغانستان، ازبکستان، او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې‌اړخیزه ناسته شوې وه، چې پکې د سوداګریزو اړیکو، ټرانسپورټ، ترانزیت، او د ریل‌پټلۍ پراختیا باندې بحث شوی و.

دا هم ولولئ:  ایران او پاکستان شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړي

همداراز، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري سره لیدلي، چې پکې د کانونو استخراج، د کرنې میکانیزه‌کول، د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه، د سوداګرۍ تسهیلات، د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا، امارات ته د افغان کارګرانو انتقال، د بانکي اړیکو عادي‌کول، او د سوداګرۍ د خونو ترمنځ همکارۍ باندې بحث شوی دی.

کارپوهان باور لري چې دا کنفرانس کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره مهم ګام وي. افغانستان د غني طبیعي سرچینو او ستراتیژیک موقعیت له امله د بهرنیو پانګوالو لپاره یو جذاب ځای کېدلی شي، خو د دې هدف لپاره د مناسبې زمینې برابرول، د قوانینو تسهیل، او د پانګوالو د امنیت تضمین ضروري دی.

که دا کنفرانس بریالی شي او پانګوال جذب کړي، نو تمه ده چې د ریل‌پټلۍ پراختیا او د سړکونو جوړولو پروژې، چې د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، په چټکۍ سره پرمختګ وکړي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو لامل شي.

 

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button