سیمه ییز خبرونه

متقي: “اسلامي امارت نه بشري حقونه نقضوي او نه ترهګرو ته ځای ورکوي”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، نه یې بشري حقونه نقض کړي او نه یې ترهګرو ته ځای ورکړی دی

امیرخان متقي د خیبرپښتونخوا بنو کې د پاکستاني پوځ پر اډه د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان له برید وروسته دغه څرګندونې کړي دي.

د پاکستان لخوا د پښتونخوا د بنو د وروستي برید په اړه له ادعاوو سره هم مهاله، په کابل کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي له نوم اخیستو پرته یو شمېر کړۍ د دوی د رژیم خلاف په تبلیغاتو تورن کړي.

د لویدیځ تورونه بې بنسټه دي

نوموړي خپلو کارکوونکو ته د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د لوېدیځ تورونه بې‌بنسټه ګڼي.

نور ولولئ: امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي

نور ولولئ: د اړیکو په ښه والي کې د پاکستان نوي حکومت ته د امیرخان متقي تمه

نور ولولئ: د حماس ډلې مشر ۳ زامنو وژل کېدل او د امیرخان متقي تسلیت

دغه طالب وزیر زیاتوي:«کله وايي چې د بشر حقونه دي کله وايي چې د ښځو حقونه دي، کله وايي چې، القاعده او نورې ډلې موجودې دي، دغه قضاوت یا دغه معلومات تاسې له کوم میکانزم له مخې نه کوئ؟ په زرګونو کیلومټرو لېرې یوازې د ځينو خاصو، مغرضو کړیو او د افغانستان د دښمنانو له منابعو نه معلومات ترلاسه کوئ او هغه بیا د مستندو معلومات په نامه خپروئ.»

afghan (84)
د خیبرپښتونخوا بنو کې د پاکستاني پوځ پر اډې د ټي ټي پي برید

د طالبانو د لاسته راوړنو پیکه کول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې له دې پرته چې په مشخصه توګه د کوم چا نوم واخلي، زیاتوي چې لاهم ځينې کړۍ هڅه کوي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د امنیت د ټينګښت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د امارت لاسته‌راوړنې پیکه او تتې وښيي.

امیر خان متقي څرګندوي:«دوامداره کوښښ کوي چې، څنګه د اسلامي امارت هغه لاسته‌راوړنې چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې حاصلې کړې دي که هغه د امنیت په برخه کې دي، که هغه دې نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې دي، که هغه د لویو لویو پروژو د پېل کولو جاري ساتلو په برخه کې دي. دا ټول کوښښ روان دی چې، دا هر څه تر سیوري لاندې راولي.»

امیرخان متقي دغه‌راز له اسلامي هېوادونو سره د دوی د امارت اړیکې ښې ګڼي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، له ورسره خپلې اړیکې پراخې کړي.

دغه لوړپوړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د خیبرپښتونخوا بنو او ډیره اسماعیل خان کې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان پر پوځ مرګوني بریدونه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button