نړیوال خبرونه

متقي: افغانستان به د نړۍ د زبرځواکو د سیالۍ مرکز نه شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي چې افغانستان به د نړۍ د زبرځواکو د سیالۍ په مرکز بدل نه شي.اودا به یو پر امنه هېواد شي. 

ښاغلي متقي چې د اهل تشیع او تسننو له علماوو او مخورو سره په کتنه کې له بهرنیو هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي تګلارې متوازنې ګڼي او وايي چې د افغانستان له خاورې به د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وایي، ځينې کړۍ په دې هڅه کې دي، چې له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې د بریدونو په کولو سره د هېواد د قومونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي زیاته کړه:«په جوماتونو، تکیه خونو، ښوونځیو، او دیني مرکزونو او په ګڼه ګوڼه سیمو کې چاودنې کوي چې په هغه کې هم الحمدالله ناکامېږي، ولې ناکامېږي، هغې موخې ته چې د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کول دي، په هغې موخه کې ناکام دي.»

د ښاغلي متقي په وینا اسلامي امارت له ټولو قومونو او مذهبونو جوړ شوی دی. دی وایي، سره له دې چې د نړۍ له لوري پر افغانستان بندیزونه لګول شوي دي، خو د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.

نور یی ولوله | لا هم نړیوال غبرګونونه ښايي

ښاغلي متقي څرګنده کړه:«که چېرې تېر حکومت د اشرف غني په سرپرستۍ کې وه، که چېرې هغه حکومت ټول ګډونه او پراخ بنسټه و، اوس خو یوازې د حکومت مشران تللي دي، حکومت خو په بشپړه توګه دلته دی. همدا ۵۰۰ زره مامورین د هماغه حکومت دي. مشران او کشران ټول په حکومت کې دي.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«اوسنی حکومت کې له نړۍوالو او له خپلو خلکو سره د تعامل لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي چې نړۍوال ډاډه شي چې په افغانستان کې یو معیاري حکومت موجود دی.»

د ښځو د اساسي حقونو خوندیتوب، د ترهګرو له لوري د افغانستان د خاورې نه کارېدل او د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې وارله مخه شرطونه دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button