کورني خبرونه

متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

افغانستان ته د ملا فضل الرحمان په راتګ متقي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کېدو تمه ښودلي

خو لا معلومه نه ده چې افغانستان ته د ملا فضل الرحمان راتګ به د طالبانو او اسلام اباد وروستۍ اړیکې څومره ښې کړي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي افغانستان ته د ملا فضل الرحمان په ورتګ تمه ښودلې، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ به رامنځته شوې ستونزې حل شي.

د متقي په خبره، چې پاکستانی پلاوی به د افغان علماو او سياسيونو سره پر بېلا – بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د یکشنبه (د مرغومي ۱۷مه) رسنيو ته وويل، چې د پاکستاني پلاوي په راتګ سره به د دواړو هېوادونو پر امنيتي، سوداګريزو او سياسي برخو کې په رامنځته شويو ستونز خبري وکړي.

له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

هغه زیاته کړې: « تر څو پر دې کار وشي، چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړيکې مثبتې وي. د یو بل په ګته وي او یو بل ته ضرر ونه رسېږي.»

نوموړي تمه وښوده، چې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر ملا ا فضل الرحمان به د پاکستان څخه هم پيغام ولري.

نور ولولئ: مولانا فضل الرحمن: ډېر ژر به عمران خان د اشرف غني په برخلیک اخته شي

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

نور ولولئ: امیرخان متقي: ټي، ټي، پي او اسلام اباد هوکړې ته نږدې و، خو د پاکستان حکومت شاته شو

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا فضل الرحمان يو پېژندل شوی سياستمدار یاد کړ او ټينګار يې وکړه، چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړېکو جوړېدو لپاره د افغانستان مثبت پيغام پاکستان ته وړي.

mutaqi2
انځور؛ کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر د لیدنې ګډ عکس

هغه وویل: « مولانا صاحب يو منلی سياستمدار دی، هغه د افغانستان او پاکستان له حالاتو باخبره دی هیله ده، چې د افغانستان د مشرانو ښه نيت او خلوص تر خپلو ولسونو او چارواکو ورسوي.»

ملا فضل لرحمان څه غواړي؟

ډېری خلک په دې باور دي، چې ملا فضل الرحمان د اسلام اباد د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي پيغام له ځان سره راوړی وي.

پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د افغان طالبانو سره واک ته په رسېدو کې مرسته کړې. اوس مهال د طالبانو مشر د پاڼ او پړانګ تر منځ په ننګوونکي حالت کې راګېر معلوميږي.

ډېر دې ته انتظار دي، چې د طالبانو مشرتابه د پاکستان ګاونډيتوب پاللي او که د خپلو پاکستاني جنګياليو ملګرتيا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د حکومتونو او دولتونو پر ضد د جهادونو فتوا جاري ساتلي، خو په اوس وخت کې چې پاکستان کې بریدونه زیات شوي، نو له ملا تر عامي ټول وارخطا ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button