کورني خبرونه

متقي وايي، افغانستان به د ترانزیټ له پلوه د وصل مرکز وي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، افغانستان په د ترانزیټ د وصل مرکز وي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې پرمختګ لرلی او په نږدې راتلوونکي کې به له اسلامي امارت سره به د نړۍ تعامل ښه شي.

ښاغلي متقي چې د نوي کابل ښار د ملي پروژې په پرانیستغونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې شته ستونزې به په راتلوونکي کې حل شي.

مولوي امیر خان متقي وویل:«له دې وروسته به زموږ له هېواد سره به تعامل وشي. له دې وروسته به د ځواکونو د منفي سیالیو ډګر نه وي. دلته به ثبات وي. د اقتصاد، نښلون او ټرانزیټ مرکز به وي. سوېلي اسیا به له مرکزي اسیا سره وصل کړي. د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصاد کې به مهم رول ولري.»

له دې سره سم، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د ابادۍ په برخه کې مثبت ګام پورته کړي.

طالبانو بیا له نړیوالو غوښتنې لرلې

ښاغلي ستانکزي وايي:«پر نړۍوالې ټولنې، اسیاسي بانک، نړۍوال بانک، ای ام اف، ملګرو ملتونو سازمان او لوېدیځې نړۍ غږ کوم؛ هغوی چې په افغانستان کې یې شل کاله تېر کړل، افغانستان یې ویجاړ کړ، بمبارد یې وکړ، له خاورو سره یې یو شان کړ، اوس د هغوی دنده ده چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه ولري.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بیا وايي، د نوي کابل پروژه یوه ستره ملي پروژه ده چې د اسلامي امارت او خصوصي سکټور په ګډ مشارکت مخ ته روانه ده او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونو ښه زمینه برابروي.

نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څرګندوي:«له دغې [پروژې] سره د ملي بودیجې د تقویت سربېره، د خلکو لپاره سرپناه، د کار، د کورنیو توکو د پېر او پلورزمینه او د پانګوالو او سوداګرو ته د بېلابېلو پانګونو زمینه به برابره شي.»

د نوي کابل پروژه به پر نړۍوالو معیارونو جوړه شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي بیا د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو دا تمه لرو چې د هغوی خصوصي سکټورونه زموږ له خصوصي سکټورونو سره په همغږۍ کولای شي چې په سترو ملي او پراختیايي پروژو، د کانونو  په راویستنې او په ټولو پروژو کې پانګونه وکړي.»

نور ولولئ: برتانوي شارژدافيئر له امیر خان متقي سره لیدلي

په دغه پروژه کې، د ۴۰ زره کسانو د اوسېدو په موخه ۶۶۰۰ استوګنیز واحدونه په پام کې نیول شوي او د یوه عصري ښار ټولې ښاري اسانتیاوې به ولري چې د ۴ کلونو په موده کې به یې ودانیزې چارې بشپړې شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button