متقي: پر ما خلک نیوکه کوي چې ولې مسائلو ته توند غبرګون نه ښکاره کوم
امیرخان متقي وايي، پر ما خلک نیوکه کوي چې ولې مسائلو ته توند غبرګون نه ښکاره کوم
د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت افغانان نیوکه کوي چې ولې په بهرنیو مسائلو کې د پاکستان او ایران پر وړاندې غبرګون نه ښکاره کوي.
په همدې تړاو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر کومې پېښې ته له اشاره پرته وايي، کله کله نیوکې پرې کېږي چې په ځینې مسلو کې جدي عکس العمل نه ښيي. ایران کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته پر طالبانو په تېره د دې ډلې پر بهرنیو چارو وزارت توندې نیوکې کېږي چې دې پېښې ته یې لازم غبرګون ونه ښود.
په چوپتیا د ملت د ګټو خوندیتوب کېږي؟
امیر خان متقي نن د بهرنیو چارو وزارت له یوې روزنیزې دورې د ځوانانو فراغت غونډه کې دې یا ورته نورو پېښو ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل: «پر ما کله کله انتقاد کېږي چې وزیر صیب خارجه ولې په پلانۍ او پلانۍ موضوع کې جدي عکس العمل نه ښيي. دا طبعا هر چا ته خوند ور کوي چې تېزې خبرې وکړي او د خلکو احساسات را وپاروي، هغه ته ځوانان شاباسی ور کړي، خو د ملت منافع ډېر مهم دي.»
نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه
نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو، بښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو په ګډون مختلفو ادارو د ایران په سرحدي سیمه سراوان کې نږدې لس ورځې مخکې د لسګونو افغانانو پر وژلو غبرګون وښود.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې د ایران سفیر هم احضار نه کړ.
د ایران پر وړاندې د طالبانو چوپتیا
د دوی د دې خاموشۍ په غبرګون کې غړي شاپور حسنزوی په یوه ویډیو کې وویل، که یې «د متقي ورور یا زوی وژلی وی، د ایران سفیر به یې احضار و.»
د دې پېښې تر خبر خپرېدو نږدې یوه ورځ وروسته ذبیح الله مجاهد یوه ټوېټ کې وویل، چې د وژل کېدو د ادعاوو په هکله پلټنې کوې.
طالبانو دې پېښې ته په غبرګون کې تېره اونۍ د یو پلاوي د ټاکلو خبره وکړه، خو دغه پلاوي لا هم د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.
د طالبانو یوه بل غړي له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل، چې ایران پر خپله پوله افغان کډوال وژلي دي، خو اوس چې ددوی دغه عمل په نسل وژنه کې راځي، ځان باسي.