سیمه

مجاهد ایراني پلاوي ته: د افغانستان خاوره د ایران پر ضد نه کارېږي

مجاهد ایراني پلاوي ته؛ د افغانستان د واکمن رژیم دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا له مرستیال علي باقري سره په کتنه کې ویلي، افغانستان اجازه نه ورکوي چې خاوره او فضايي حریم یې د ایران پر ضد وکارول شي.

دا لیدنه د چهارشنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، مجاهد ایراني پلاوي ته ویلي چې کابل د امریکا او ایران د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال هم په عملي ډول ثابته کړې چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د امنیتي همکاریو خبرې

د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سرحدي امنیت، د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

علي باقري ویلي، د سیمې هېوادونه باید خپلې امنیتي ستونزې د بهرنیو لاسوهنو پرته حل کړي. هغه امریکا او اسرائیل د سیمې د بې‌ثباتۍ مهم عوامل بللي دي.

بلخوا ملا یعقوب مجاهد د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي فشارونو په تړاو خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

مجاهد ایراني پلاوي ته څه ویلي؟

ایراني رسنیو لیکلي چې مجاهد ایراني پلاوي ته ټینګار کړی، د افغانستان له خاورې، فضا او پولو څخه به هېڅکله د ایران پر ضد ګواښ رامنځته نه شي.

دا هم ولولئ:  پاکستان د چمن پر پرلت کوونکو مخابراتي شبکې بند کړي

تر اوسه د افغانستان د دفاع وزارت د دې لیدنې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو ایراني رسنیو د دواړو لورو خبرې د سیمه‌ییزو امنیتي همکاریو لپاره مهمې بللې دي.

ملا محمد یعقوب مجاهد د سې‌شنبې په ورځ مسکو ته تللی و، څو د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button