لوبې خبرونه

محد نبي کابل ته راورسېد

په شپږیزه کرکټ لیګ کې ګډون وکړئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ګډون لپاره نن سهار کابل ته راورسېد.

هغه به د کابل لپاره لوبه کوي

نوموړی به په شپږیزه کرکټ لیګ کې د کابل بازانو لوبډلې لپاره لوبېږي او د کابل بازانو لوبډلې په ټولنیزو رسنیو کې د محمد نبي تازه عکسونه هم خپاره شوي دي، چې په کابل کې اخیستل شوي دي. تر دې مخکې هم د محمد نبي ځینې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و، چې هغه له دوبۍ څخه کابل ته راروان و او په هوايي ډګر کې اخیستل شوي و.

نور یی ولوله | شاداب خان: راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۴ ویکټې اخیستلو توان لري

نور یی ولوله | د شپږیزې د ۱۶ لوبو وروسته مخکښه لوبډله

محمد نبي د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۶ لوبو ترسره کېدو وروسته کابل ته راغی او د کابل بازانو لوبډلې په راروانه لوبه کې به ګډون وکړي، چې سبا د پامیر زلمي پر وړاندې ترسره کېږي.نوموړی د دی وړاندې هم په بېلابېلو سیریزو کې برخه اخیستې ده..

د یادولو وړ ده، چې د محمد نبي او راشد خان په اړه د شپږیزې له پیل څخه مخکې ویل شوي و، چې دوی به د شپږیزې په نیمايي کې کابل ته راشي، خو د راشد خان په اړه تراوسه پورې معلومات نشته دی، چې ایا هغه به د شپږیزې لپاره کابل ته راشي او که نه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button