محمود خان اڅګزی پاکستان ته؛ خلک په زور او مرمیو نه شئ غلي کولای

محمود خان اڅګزی پاکستان ته؛ دغه کس پاکستان ته سخت سیاسي پیغام ورکړی او د ملي اسمبلۍ په غونډه کې یې ویلي چې هېواد د بېلابېلو قومونو لپاره په یوه زندان بدل شوی او حکومت نه شي کولای د زور او مرمیو له لارې د خلکو غږ خاموش کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر د خپلې وینا پر مهال ادعا وکړه چې اساسي قانون تر پښو لاندې شوی او پښتانه، بلوڅان، سندیان، سرایکیان او اوس کشمیریان هم له ورته ستونزو سره مخ دي. محمود خان اڅګزی پاکستان ته
محمود خان اڅګزی پاکستان ته؛ د قومي حقونو درناوي وکړئ
اڅګزي وویل حکومت هڅه کوي د پښتونخوا د اوبو، ګازو او نورو طبیعي سرچینو کنټرول په لاس کې واخلي او هر هغه څوک چې د دغو شتمنیو د ساتنې غږ پورته کوي، د ترهګرۍ له تورونو سره مخ کېږي. محمود خان اڅګزی پاکستان ته
هغه ټینګار وکړ: «خلک په مرمیو نه شئ غلي کولای.»
د دولتي ټلوېزیون ژوندۍ خپرونه ودرول شوه
د راپورونو له مخې، د اڅګزي د وینا له پیل سره سم د پاکستان دولتي ټلوېزیون د غونډې ژوندۍ خپرونه بنده کړه او انټرنېټي خپرونه هم ودرول شوه. ویل کېږي د هغه د خبرو یوه برخه سانسور شوې ده.
له شهباز شریف سره د خبرو غوښتنه
محمود خان اڅګزي له صدراعظم شهباز شریف وغوښتل چې له بلوڅانو، سندیانو او د خیبر پښتونخوا له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی پر طبیعي سرچینو د هغوی حقونه ومني.
هغه وویل: «پاکستان یوازې یو نوم نه دی؛ پاکستان د بلوچستان، سند، خیبر پښتونخوا او پنجاب مجموعه ده.»
د عمران خان او سیاسي بندیانو په اړه څرګندونې
اڅګزي د عمران خان د زنداني کېدو په اړه هم خواشیني څرګنده کړه او پوښتنه یې وکړه چې هغه په کوم جرم بندي شوی دی. نوموړي د سیاسي بندیانو د سزاوو او د ماهرنګ بلوڅې د عمر بند پرېکړې په اړه هم سختې نیوکې وکړې.



