محکمې د عمران خان ضمانت وغځاوه
د ښاغلي خان وکیل غوښتنه کړې وه چې د جون تر اتمې د عمران ضمانت وغځوي خو محکمې ونه منله
په اسلام اباد کې عالي محکمې د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په القادر ټرسټ قضیه کې ضمانت د جون تر پنځمې غځولی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر مشر تور دی د القادر خیریه بنسټ په پیسو کې یې فساد کړی خو عمران خان دا ډول تورونه سیاسي بولي.
د ټولو اړخونو بېلابېلې څرګندونې
د پاکستان د احتساب ملي ادارې نېب دا تورونه پر عمران خان لګولي دي او د نوموړي مېرمن بشرا بي بي یې هم په کې شریکه بللې و. خو نېب اوس وايي د بشرا بي بي د نیول امر هېڅکله نه دی شوی.
د اسلام اباد عالي محکمې عمران خان ته ویلي چې په درېیو ورځو کې فدرالي محکمې ته حاضر شي.
نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی
رسنۍ وايي، د مې له نهمې وروسته د عمران خان پرضد له پولیسو سره شپږ نوې قضیې ثبت شوې دي.
د مې پر نهمه د عمران له نیول کېدو وروسته، د هغه زرګونه قهریدلي پلویان په کمساري ډول لارو کوڅو ته ووتل او ډېرې وېجاړۍ یې رامنځ ته کړې.
د محکمې په خونه کې عمران خان وویل اسټبلېشمېنټ (پوځ او استخباراتي ادارې) او حکومت یو دي. نوموړي یو ځل بیا وویل چې حکومتي چارې اسټبلېشمېنټ مخ ته وړي.
پخوانی لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په هماغه نظر دی
ښاغلي خان دوه ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و، په دغه هېواد کې پوځ له اوو لسیزو راهېسې په مستقیم او یا هم غیرمستقیم ډول پر دې هېواد واکمن دی.
عمران خان دا هم ویلي و، چې که “څوک فکر کوي چې پوځ په حکومتولۍ کې ښکېل نه دی، ځان غولوي.”
ښاغلي خان د محکمې د خونې په خبرو کې وویل چې استخباراتي او پوځي ادارې د تحریک انصاف ګوند غړي او مشران ګواښي، پر کورونو یې چاپې وهي او د ځینو وېډیوګانو په ور ښودلو یې وېروي.
تېرو درېیو اوونیو کې، د تحریک انصاف ګڼ شمېر مشران او زرګونه غړي نیول شوي دي. ځینو مشرانو او وتلو څېرو دغه ګوند پرېښی دی، چې عمران خان وايي په “زور د ګوند پرېښودو اړ کړل شوي دي.”
نوموړی وايي، د ټاکنو او نورو مسایلو په اړه یې له حکومت او پوځ سره خبرې روانې دي. تحریک انصاف ګوند پر وخت د ټاکنو کېدل غواړي او ادعا کوي چې که ټاکنې وشي، ګټلی یې شي.