Uncategorized

مذهبي منځلاریتوب؛ سعودي یې د پراختیا لپاره نړیوال کنفرانس جوړوي

راتلونکې اوونۍ کې سعودي عربستان د مذهبي منځلاریتوب په خاطر نړیوال کنفرانس جوړوي

سعودي عربستان به راتلوکې اونۍ د مذهبي منځلاریتوب د پراختیا په تړاو د اسلامي عالمانو د نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دغه ناسته به په مکه مکرمه کې د ۸۵ هېوادونو د ۱۵۰ مفتیانو او دیني عالمانو په ګډون ترسره شي.

مذهبي افراطیت په پراخېدو دی

سعودي هڅه کوي چې د مذهبي افراطیت مخه ونیسي، په داسې حال کې چې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سم، امریکا، سعودي عربستان او د دوی متحدینو له ډیورنډ کرښې سره داسې مدرسې ایجاد کړې چې د سوله ییز اسلام چې د سولې دین هم دی، د افراطیت نظریه خوره کړه او نن سعودي بیا هڅه کوي چې دا کچه راټیټه کړي.

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

مصر، سعودي او نور اسلامي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د اسلام مبارک دین اصلي څېره دنیا ته ښکاره کړي، ځکه په اصل کې د اسلام مبارک دین د سولې او د بشر لپاره د خیر او رفا دین دی نو د همدې لپاره سعودي دوه ورځنی کنفرانس جوړوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس (د زمري ۲۲مه) د سعودي عربستان د اسلامي چارو د وزارت لخوا جوړیږي.

د افراطیت مخنیوی کول

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغې ناسته کې به له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې او په نړۍ کې د سوله ییز ژوند پر پیاوړتیا خبرې وشي.

د سعودي د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان غواړي، د دیني منځلارۍ د پیاوړتیا او د مذهبي افراطیت پر وړاندې د مبارزې په موخه له دغه کنفرانس سره «د دیني عالمانو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي».

نور ولولئ: د بایډن او د سعودي وليعهد د افغانستان په اړه خبرې شوي

تر اوسه لا څرګنده نه ده ، چې له افغانستانه چاته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه.

له طالبانو سره د سعودي عربستان اړیکې تل د القاعده د ملاتړ له امله سړې وې، چې سعودي عربستان او نور هېوادونه یې یوه ترهګره او وحشي ډله ګڼي.

همدا ډول شنونکي وايي، چې که له یوې خوا د افراطیت د مخنیوي هڅه کېږي، نو له بلې خوا همدا هېوادونو د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د افراطیت نظریه خوندي کوي او په کې د اسلامي امت وینې بهوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button