نړیوال خبرونه

مارکس پوټزل: په اوسني حکومت کې ډېری د نجونو د زده کړو پلوي دي

اسلامي امارت د نجونو د تعلیم ملاتړی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل وايي چې د اسلامي امارت ډېری چارواکي د نجونو د زده کړو پلویان دي. ښاغلي پوټزل د چين له «سي سي ټي وي» ټلوېزیون سره په مرکه کې وايي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تر خبرو وروسته، د ښځو د حقونو په تړاو یې د اسلامي امارت په کړنو کې هیله بښوونکي نښې لیدلي دي

ډیری خلک د نجونو د تعلیم پلوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل وویل:«کله چې، په کابل کې مې د طالبانو له مشرانو، وزیرانو، مرستیالانو، رییس الوزرا سره خبرې وکړې او کله چې ولایتونو ته ولاړم او له والیانو او ولسوالانو سره مې خبرې کړې، تر اوسه له داسې چارواکي سره نه یم مخ شوی چې، د نجونو د زده کړو پلوی نه وي. دا د دې ښکارندويي کوي چې، ډېری خلک د نجونو د زده کړو پلويان دي. بلخوا ځينې زده کوونکې یوځل بیا د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او د نجونو د ښوونځيو د برخلیک د روښانه کېدو غوښتونکې دي

ور یی ولوله | د بهرنیو چارو وزارت : د اا په غړو دې د سفر بندیزونه ختم شي

ور یی ولوله | د بې وزلۍ زیاتوالی له امله هلمند کې ماشومانو درندو کارونو ته مخه کړه

هدیه چې د یولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، له میاشتو میاشتو راهیسې د ښوونځي د پرانېستنې ته په تمه ده؛ خو له څه باندې یوه کال تېرېدو سره سره په دې اړه هېڅ هیله بښوونکی خبر نه دی اورېدلی. زده کوونکې هدیه وايي:«موږ نجونې هر یوه خپله ځانګړې موخه لرو او غواړو چې په راتلوونکي کې ځان جوړ کړو او د ټولنې د نورو پرګنو ترڅنګ چې سړي دي، خپل وطن جوړ کړو او د پرمختګ لپاره یې کار وکړو.

بله زده کوونکې فرحت هم وویل:«د علماوو دوه غونډې جوړې شوې خو د ښوونځيو د پيلېدو په هکله هېڅ خبره ونه شوه، ټول یې چوپ وو او نجونو ته یې هېڅ حق ورنه کړ. تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم او د اسلامي امارت ځینو نور چارواکو هم د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button