مسکو په اتومي انرژۍ چلېدونکی توغندی وازمایه

پوتین وايي، یاد توغندی په بریالیتوب سره ازمایل شوی او دا توغندی په اتومي انرژۍ چلېږي
پوتین دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د هغه ویاند د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې ګواکې د “بوریویڅتنیک” په نامه د وسلې یوه ازموینه رانژدې شوې ده.
دا ازمویل کېدونکې وسله چې په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې اعلان شوه، د نا محدود واټن ویشتونکې بلل شوې وه.
نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي
مګر په رسمي ډول د دې وړتیاوو په اړه لږ څه مخې ته راغلي او راپورونه ښیي چې پخوانۍ ازموینې ناکامې شوې دي.
ایا د یاد توغندي ازمایل څومره یقیني دي؟
هغه څه چې پوتین ویلي په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او د روسیې له دفاع وزارت څخه تر اوسه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.
مګر تېره میاشت خپاره شوي د سپوږمکۍ عکسونو ښودلې چې روسیې په د شمالي قطب لیرې یوه ټاپوي کې نوي تاسیسات جوړ کړي چېرې چې مخکې شوروي اټومي ازموینې ترسره کړې وې.
په انځورونو کې د نوایا زیمیلیا د ودانیزو چارو کارونه ښودل شوي د شمالي بارټنس له ټاپوګانو یو دی.
نور ولولئ: اوکراین کې د مسکو او غرب سیالي؛ کېم جونګ اون روسیې ته رسېدلي
پوتین د پنجشنبې په ورځ د سوچي مېله ځای د تور سمندرګي په ریزورټ کې یوې غونډې ته وویل: “موږ اوس د ستراتیژیکو وسلو د عصري ډولونو په اړه کار پای ته رسولی چې ما یې په اړه خبرې کړې وې او ما څو کاله وړاندې اعلان کړی و.”
هغه زیاته کړه: “د بوریویڅتنیک توغندي یوه بریالۍ وروستۍ ازموینه ترسره شوه، دا د اټومي ځواک یو کروز توغندی دی چې نا محدود واټن وهي.”
ناټو ولې دا توغندی د سکایفال په نوم یاد کړی؟
دا توغندی، چې ناټو د “سکایفال” Skyafall په نوم یاد کړی، داسې انګېرل کېږي چې د اټومي ریکټور په مټ پرمخ وړل کېږي، چې د جامدو تېلو راکټ بوسټرونو په مرسته هوا ته له توغولو وروسته فعال شوی.
خو نیویارک ټایمز د اټومي وسلو د کنټرول یوې ډلې، د اټومي ګواښ نوښت په حواله ویلي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ ترمنځ د سیسټم ۱۴ پخوانۍ پطژندل شوي ازموینې ټولې ناکامې وې.
پوتین دا هم وویل چې د “سرمات” په نوم د بین البراعظمي بالیسټیک توغندي کار نژدې بشپړ شوی دی.
پوتین دا هم وویل چې روسیه پلان نه لري خپل اټومي منشور بدل کړي، دا پالیسي هغه شرایط تعریفوي چې د هغه ځواکونه کولی شي اټومي وسلې وکاروي.
هغه زیاته کړه چې د روسیې د دولت موجودیت له ګواښ سره مخ نه دی او د “هېڅ سالم عقل او حافظې خاوند” به یې پر ضد د اټومي برید په اړه فکر ونه کړي.