نړیوال خبرونه

ملاله: ژوند تېرولو لپاره چا سره نکاح ته څه ضرورت دی؟

ملاله: ژوند تېرولو لپاره چا سره نکاح ته څه ضرورت دی؟ کم عمره نجلۍ چې د نوبیل ستره جایزه یې ترلاسه کړې، ملاله یوسفزۍ ده، چې تازه یې د مینې او واده په هکله خبرې کړې دي او ویلي يې دي، چې هغه تراوسه پورې په دې پوه نه شوه، چې د واده لپاره نکاح ته څه اړتیا ته ده او ولې خلک واده کوي،

نوموړی ویلی که تاسې له یو چاسره یو ځای اوسېدل غواړئ نو ولې ورسره نکاح ته ضرورت پېښېږي؟اغلې ملاله یوسفزۍ چې د برېتانیې د فېشن مجلې ووګ سره یې مرکه کوله، په دغه مرکه کې نوموړې د واده او مینې په اړه هم خبرې کړې دي.ملاله یوسفزۍ وايي، چې مور یې ورته تل د واده د ښایسته تړون په اړه خبرې کوي،

هغه وایي پلار ته ډېر داسې ایمېلونه راځي چې خلک ورته د خپلو پېسو او جایدادونو په اړه معلومات ورکوي او غواړي چې ماسره واده وکړي.هغه زیاتوي، خو زه تراوسه په دې نه یم پوه چې خلک واده ولې کوي، که تاسې له یو چاسره یو ځای اوسېږئ، نو د هغې لپاره نکاح ته څه ضرورت دی، یوازې انډیوالان ولې نه شئ اوسېدی.

img 20210603 093143

نوموړې وايي، په دې خبره یقین کول ګران دي، چې تاسې د یو چا انتخاب وکړئ او هغه بیا هماغه هومره د باور وړ راوخېژي، په ټولنیزو رسنیو کې وګورئ، هره ورځ خلک د خپلو رشتو کیسې کوي.ملاله یوسفزۍ په خپله مرکه کې وویل، چې د هغې مور ورته بیا هم د واده د ښایسته رشتې په اړه غږېږي او ورته وايي، چې حتماً به واده کوي.

ملالې د لوپټې به اړه وویل، چې د پښتنو په کلتور کې لوپټه یوه پېژندګلو ده او دا د دې نښه ده چې زه له کوم ځایه راغلې یم، ډېر خلک دا فکر کوي، که زه لوپټه په سر کړم نو د نارینه و تر سیوري لاندې به یم، خو داسې نه ده، زه ټولو ته وایم چې د خپل کلتور دننه څخه هم تاسې غږ پورته کولای شئ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button