ملا برادر د ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان د وصل کېدو خبر ورکړ
د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، ډېر زر به افغانستان له چین سره د ځمکې له لارې وصل شي
چین د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې چې د واخان غاښي له لارې خپل تولیدات او سوداګري د منځني ختیځ هېوادونو ته ورسوي چې اوس تازه ملا برادر اخند دغه خبره وکړه او ویې ویل چې افغانستان به د ځمکې له لارې له چین سره وصل کړي.
د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني وايي، چې ډېر ژر به د افغانستان او چين تر منځ ځمکنۍ سړک جوړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ به مستقيمه سوداګري شروع شي.
هغه پروژې چې طالبانو په افغانستان کې روانې کړې
د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا غبدالغني برادر نن سې شنبه په کندهار کې د يوه مسجد د جوړېدو په غونډه کې وويل، چې په کمزوري اقتصادي حالت کې د ۵۰۰ لويو پروژو کارونه جريان لري.
د هغه په خبره، چې افغانستان په يو ډېر بد حالت کې ورته پاته شوی او ټولې چارې يې له صفر څخه شروع کړې دي.
ملا برادر په دې غونډه کې وويل، چې د بدخشان په واخان کې د هغه سړک د جوړېدو چاري روانې دي، چې افغانستان او چين سره نښلوي.
نور ولولئ: هېواد کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۲۵ پروژو منظوري
نور ولولئ: ملابرادر:تېر یو کال کې اسلامي امارت هېوادوالو ته هیڅ یو قانع کوونکی کار نه دی کړی
نوموړي زیاته کړه: « په بدخشان کې داسې سړک جوړيږي، چې د چين سره به وصل کېږي. موږ تاسي ته به داسې يوه لاره وي، چې زموږ به تګ راتګ او سوداګري راکړه ورکړه پرې کوو.»
د یاد وصل کېدونکي سړک چارې به کله خلاصېږي؟
طالبانو بار، بار د واخان دهلیز په اړه د جوړېدو په اړه پرلهپسې خبرداري ورکړي، خو تر اوسه دا ښکاره نه ده چې په څومره وخت کې به یې کارونه بشپړ او څومره لګښت ورباندې راځي.
پاتې دې نه وي چې د هغه شرکت یا شرکتونو معلومات هم ولس ته نشته چې د یاد غاښي یا سړک د جوړولو چارې مخ ته وړي.
مخکې به د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د نورو ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسيا او پاکستان له لارې تر سره کېدله؛ خو د دې ځمکنۍ لارې په جوړېدو، چې تر ټولو لنډه لاره بلل کېږي افغانستان او چين به د سوداګرۍ په برخه کې مستقيم تګ راتګ پيل کړي.
د یادونې وړ ده چې د پرځول شوي جمهوریت په وخت کې د واخان دهلیز په څېر د لویو پروژو د جوړېدو مخه د اوسنیو واکمنو طالبانو جنګالیو نیولې وه او د دا ډول پروژو انجینران او نور مسلکي کسان به یې وژل.