سیاست

ملا برادر: طالبان غواړي د سیمې په ترانزیټ کې د مرستندوی رول ولوبوي

ملا برادر وايي، دوی د خپل بهرني اقتصادي محوره سیاست په چوکاټ کې به د سیمې په ترانزیټ کې مرستندوی وي

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال له ازبک پلاوي سره لیدنه کې هیله وکړه، چې د شپږ اړخیز دهلېز اړوند خبرې نتیجې ته ورسېږي.

ملا برادر وايي، دا دهلیز له بیلاروس پیلېږي، له روسیې، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان په تېرېدو سره پاکستان ته رسېږي او د سیمې هېوادونه له نوې لارې سره نښلوي.

نور ولولئ: مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېواله دی

ملا برادر د نن په کابل کې د ازبک چارواکو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې وویل: «د افغانستان طرف هیله من دی چې دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او زموږ او ستاسې مشترکه منطقه د نوي دهلېز له لارې سره وصل شي.»

د یاد دهلیز په رامنځته کېدو اسانتیاوې رامنځته کېږي

د هغه په خبره، دې دهلیز سره به د سوداګریزو مالونو په لېږد کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

ملا برادر له ازبک چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفه کمه کړي او همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو ور کړې خنډونه لري کړي.

د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجاوف نن د دغه هېواد د کرنې، انرژۍ، اوبو، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ملتیا کابل ته رسېدلی دی.

نور ولولئ: قوش تپې کانال؛ له جوړېدو سره یې ازبک چارواکي اندېښمن دي

د ملا برادر د دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم د دغه هېواد په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته د یوه لوی سوداګریز مرکز د سپارلو اعلان کړی دی.

په دې کتنه کې جمشید خواجوف وویل، هېواد یې داسې پلان لري چې له مخې به یې ازبکستان ته د افغانستان صادرات زیات شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

افغان لوري ته به د ویزو ورکولو اسانتیا برابره شي

د ملا برادر دفتر همداراز لیکلي چې ازبک پلاوی به د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د ویزې ورکول اسانه کړي.

د دغه دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، ازبک پلاوي په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغان صنعت کارانو د تولیداتو د نندارې لپاره د نړیوال نندارتون د جوړېدو اعلان هم وکړ.

په دې ناسته کې د اورګاډي پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو تخنیکي استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او د پوهنې د زمینې برابرول هغه نور موضوعات دي چې په دې غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button