ټکنالوجي

ملا برادر: لمریزه برېښنا مو هم پر ځان بسیا کوي او هم له اقلیمي بدلون سره مبارزه کې مرسته کوي

ملا برادر وايي، لمریزه برېښنا پر ځان بسیتاینې سربېره له اقلیمي بدلون سره مبارزه کې هم مرسته کوي

کارپوهان وايي، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له اقلیمي بدلون سره به مبارزه کې له نړیوالو سره مرسته نه شي کولی، ځکه ددې توان نه لري چې دغه چاره سرته ورسوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال وايي، د لمري برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينه سربېره له اقليمي بدلون سر مبارزه کې هم مرسته کوي ملا برادر د کابل سروبي کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمري برېښنا پروژې د عملي چارو پرانیسته کې نن دا خبره وکړه.

په اقلیمي بدلون کې د افغانستان زیان

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو اووم زیانمنوونکی هېواد دی، خو د اقلیم ککړتیا کې یې ونډه ۰.۰۸ سلنه ده.

ملا برادر په خپلو خبرو کې پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نور ولولئ: ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې

نور ولولئ:  د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته ور کوي.

د ملا برادر په خبره: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې په تدريجي توگه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا کمولی او په کور دننه له موجودو سرچینو خپله اړتیا پوره کولی شي.»

د لمریزې برېښنا په تولید کې د طالبانو هڅې

ملا برادر وايي، د لمري برېښنا تولید سره به په هېواد کې د پانگونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد د اسعارو د وتلو مخه ونيسي.

طالبان وايي په سروبي کې دا د ۲۲.۷۵میګاواټه لمري برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي.

د دوی په خبره، د دې پروژې چارې به د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل ښاریانو او د ځینې فابریکو برېښنايي اړتیا پوره کړي.

که څه هم طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون په نوم نړیوال کنفرانس جوړ کړی و، خو کارپوهان وايي، د طالبانو ظرفیت او امکانات دومره نه دي چې د اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې له نړیوالو سره مرسته وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button