سیمه

ملا فضل الرحمان: پاکستاني پوځیان خیبر پښتونخوا کې پر ملکي کورونو راکټي بریدونه کوي

د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان وايي، پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو پر مهال ښځې، ماشومان او ملکي کورونه په نښه کوي — هغه ادعاوې چې سخت غبرګونونه راپارولای شي.

پېښور– د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، ملا فضل الرحمان، په خپلو تازه او توندو څرګندونو کې پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې کړې دي. نوموړي ادعا کړې چې پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم ملکي وګړي په نښه کوي.

د ملا فضل الرحمان په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال نه یوازې کورونه ویجاړېږي، بلکې پر ښځو او ماشومانو هم رحم نه کېږي، چې دا کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

Pak artillery

د وژل شویو کسانو په اړه جبري «اقرار»

ملا فضل الرحمان ادعا وکړه چې پاکستاني پوځیان د عملیاتو پر مهال د خلکو کورونو ته ننوځي، بې ګناه خلک وژني او جسدونه یې له ځان سره وړي. هغه وویل:

«پوځ د وژل شویو کسانو پر کورنیو په جبري ډول اقرار کوي چې ګواکې د دوی د کورنۍ غړي ترهګر وو، ترڅو خپلې ناسمې کړنې توجیه کړي.»

د هغه په وینا، ډېر کله پوځ د وژل شویو کسانو جسدونه هم خپلو کورنیو ته نه سپاري او پر ابادو سیمو راکټي بریدونه کوي، چې له امله یې عامو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.

دا هم ولولئ:  د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

په پښتنو سیمو کې د عملیاتو پر بڼه نیوکې

دا لومړی ځل نه دی چې ملا فضل الرحمان د پاکستاني پوځ پر کړنو نیوکه کوي. نوموړي په وار وار په پښتنو سیمو، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې، د پوځي عملیاتو بڼه غندلې ده.

Fazlur rahman

هغه ټینګار وکړ چې د دغو عملیاتو پایله یوازې د خلکو بې ځایه کېدل، د امنیت خرابوالی او د ولسي بې باورۍ زیاتوالی دی.

د بهرنۍ پالیسۍ بدلون غوښتنه

ملا فضل الرحمان د پاکستان له حکومت او پوځي مشرتابه وغوښتل چې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان، پر وړاندې خپله اوسنۍ پالیسي بدله کړي.

هغه زیاته کړه چې د سیمې ثبات د اړیکو په ښه‌والي کې دی او پاکستان باید د ټکر پر ځای د همکارۍ لاره خپله کړي.

د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه

په خپلو وروستیو څرګندونو کې، ملا فضل الرحمان یو ځل بیا د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان، د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

Pak artillery 1

که څه هم دا دواړه مشران پخوا سیاسي رقیبان پاتې شوي، خو نوموړی اوس ټینګار کوي چې عمران خان ته باید اجازه ورکړل شي څو په ازاد ډول په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي.

د ملا فضل الرحمان دا ډول توندې څرګندونې ښيي چې په پاکستان کې د پوځ او سیاسي مشرتابه ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي. د خیبر پښتونخوا په اړه دا ادعاوې ښايي د خلکو غوسه نوره هم راوپاروي او حکومت له نویو سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button