کورني خبرونه

ملا متقي: نړیوالو له طالبانو سره د نشه‌يي توکو په له منځه وړلو کې همکارې نه ده کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړیوالو له طالبانو سره د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې ددوی لاسنیوی نه دی کړی

امیرخان متقي زیاتوي چې نړېوالو نه یوازې دا چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نه ده ترسره کړې، بلکې د افغانستان پر بانکي سکټور او افغان سوداګرو د بندیزونو تر څنګ یې، افغان بزګرانو ته د نشه‌یي توکو د بدیل کښت په برخه کې همکاري نه ده کړې.

‏د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د دغې ډلې له لوري د «کار ملي کنفرانس» په نوم جوړې شوې غونډه کې ویلي، نړېوالو ورسره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري نه ده کړې.

پر خصوصي سکتور بندیزونه

امیرخان متقي وايي، د دې تر څنګ یې د افغانستان پر خصوصي سکټور بندیزونه هم لګولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن سه شنبه د (زمري دویمه) د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د «کار ملي کنفرانس» په نوم جوړې شوې غونډه کې ویلي، نړېوالو ورسره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې هغسې همکاري نه ده کړې، څنګه یې چې ژمنې ورسره کړې وې.

نور ولولئ:  د حماس ډلې مشر ۳ زامنو وژل کېدل او د امیرخان متقي تسلیت

نور ولولئ: د اړیکو په ښه والي کې د پاکستان نوي حکومت ته د امیرخان متقي تمه

نور ولولئ:  امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي

امیرخان متقي زیاتوي چې نړېوالو نه یوازې دا چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نه ده ترسره کړې، بلکې د افغانستان پر بانکي سکټور او افغان سوداګرو د بندیزونو تر څنګ یې، افغان بزګرانو ته د نشه‌یي توکو د بدیل کښت په برخه کې همکاري نه ده کړې.

زورواکي له منځه تللي ده

‏متقي په دغې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، «په افغانستان کې زورواکي له منځه تللې، ډلې ټپلې ختمې شوې، د فساد مخنیوی شوی، پر لویو پروژو کار روان دی او له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ.» خو بیا هم نړۍ په ځانګړي ډول ‏ګاونډي هېوادونه هغسې مرسته نه کوي لکه څنګه چې لازمه وه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه دوه ورځینۍ غونډه د وزګارتیا د لاملونو ارزولو او خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو په موخه جوړه کړې، چې ګډونوال یې د دولتي ادارو تر څنګ د خصوصي سکټور، د کورنیو او نړېوالو ادارو او سازمانونو استازي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو د وزګارتیا کچه لوړېږي او ځوانان هڅه کوي چې له ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته په کار پسې له هېواده ووځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button