سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ملا یعقوب: زموږ هوايي حریم لا هم اشغال دی

ملایعقوب مني چې د افغانستان فضايي حریم د امریکا په لاس کې دی

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان فضايي حریم اوس هم د امریکا له خوا اشغال شوی دی.

ښاغلي مجاهد چې د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی،‌ دا څرګندونې په کابل کې له طلوع خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کړې دي.

نوموړي وویل “هوايي حریم نقص دی،‌ اشغال دی اوس هم د امریکایانو له خوا اشغال دی.”

کله چې له ښاغلي مجاهده وپوښتل شول چې د افغانستان فضا ته د امریکا الوتکې له کوم ځایه راځي، نوموړي په ځواب کې وویل “تېر ځل مې په دې اړه وضاحت کړی و، نه غواړم بیا نانندرۍ را پیدا شي او هېوادونو سره مو تعلقات خراب شي.”

د پاکستان په اړه د ملا یعقوب څرګندونې

د ۲۰۲۲ کال په اګست کې ښاغلي یعقوب مجاهد په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي و ، د دوی د مالوماتو له مخې “د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته را ننوځي، موږ له پاکستانه غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي”.

نور ولولئ: طالبانو د امنیت شورا د څارونکې کمېټې راپور ته غبرګون وښود

د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي الوتکو خبره وروسته تر هغه لانجمنه شوه، چې تېر کال امریکا وویل، په کابل کې یې ډرون الوتکو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر استوګنځي برید کړی او وژلی یې دی.

طالب چارواکي لا هم نه مني چې ښاغلی الظواهري دې په کابل کې و.

د فضايي حریم مضوع له امریکا سره شریکول

اوس د طالبانو فاع وزیر وايي،‌ د تېر کال ډسمبر کې یې دا موضوع متحده عربي اماراتو د سفر پر مهال د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم په کتنه کې شریکه کړې وه.‌

له ښاغلي وېسټ نه یې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان پر فضايي حریم دې د امریکا الوتکې بندې کړي چې د نوموړي په ټکو “د دوحې له تړونه سرغړونه ده.”

امريکايي پوځي چارواکو تل ویلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته، هلته له لېرې واټنه پرته له دې چې پوځيان ولري، اهداف په نښه کولای شي. امریکا په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له وتلو وروسته او د طالبانو په حاکمیت کې یې څو ځله شکمن اهداف په نښه کړي او د بې پیلوټو الوتکو بریدونه یې کړي دي چې په دې کې د ایمن الظواهري له منځه وړل و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button