ملګرو ملتونو د افغانستان د ملاتړ دوام لپاره غوښتنه وکړه

اړوند خبرونه:
افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو
د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه غوښتنه کې له نړیوالو تمویل کوونکو غوښتي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د خلکو «حیاتي» ملاتړ ته دوام ورکړي.
یوناما په دې غوښتنه کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان وګړي مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ په جریان کې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» غونډه په استانبول، ترکیه کې ترسره شي. په دې غونډه کې د تمویل کوونکو هېوادونو استازي، نړیوالې مالي ادارې او یوناما ګډون کوي.
په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ مسئول او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواته وایي: «که غواړو د افغانستان خلکو ته د شومې بېوزلۍ د دوران څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړو، نو باید د هغوی د اړتیاوو د رفع کولو لپاره اړین امکانات او لارې چاري ولرو، او په ورته وخت کې د هغوی لپاره د اوږدمهاله استقامت او ثبات زمینه برابره کړو.»
هغه زیاته کړې: «د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د وړاندې کولو له پیچلو ننګونو سره سره، باید د نجات بښونکو مرستو څخه په تدریجي ډول د دوامداره حل لارو ته تګ وکړو، چې دا د زیان مننې اصلي محرکاتو ته د ځواب ورکولو په توګه ګڼل کېږي. دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره حیاتي رویکرد دی.»
یوناما ویلي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د دې سازمان نړیوالو مرستندویانو د بشري مرستو او اساسي اړتیاوو د تامین په برخو کې د افغانستان خلکو لپاره ټولټال ۳.۲۱ میلیارده ډالر مرسته کړې، چې دا د تېر کال په پرتله د بودجې په کچه کې زیاتوالی ښیي.