نړیوال خبرونه

ملګرو ملتونو د طالبانو پر مشرانو د سفر لګېدلي بندیزونه د دریو نورو میاشتو لپاره نرم کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو شمېر طالب چارواکو د سفرونو بندیز معافیت، د دريو نورو مياشتو لپاره غځولى دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د طالبانو د حکومت مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او یوشمير نورو طالب چارواکو لپاره، چې پر سفرونو يې بنديزونه لګېدلي، وړاندې د سفر ورکړل شوې درې مياشتنې اجازه پاى ته رسېږي

یو شمېر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې د هوکړې له مخې دغه بندیزونه باید درې میاشتې مخکې لېرې شوي وای، خو په وینا یې: ”دا موضوع باید پخوا حل شوې وای، خو اوسې چې دې مسأله کې سهولت راځي، موږ یې هرکلی کوو او د دې یندیزونو له منځه وړل غواړوپه تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځینو طالب مشرانو نومونه داسې لېستونو ته شامل کړي چې له مخې یې دا کسان د سفر اجازه نه لري‌ او ګڼ نور بندیزونه هم پرې لګېدلي

نور یی ولوله | له قطر او ترکیې سره د افغانستان پنځو هوايي ډګرونو تخنیکي چارو سمبالښت په هکله خبرې روانې دي

همدا راز د امریکا حکومت هم وخت نا وخت د ځینو طالب مشرانو د نیولو لپاره د مرستې په بدل کې د نغدي جایزو اعلانونه کړي دي.

له امریکا سره د خپلمنځي مذاکراتو په اوږدو کې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې مشران یې باید له دې لېستونو و ایستل شي

د افغانستان پرځول شوي حکومت بیا ټینګار کاوه چې د سولې خبرو د بریا لپاره باید د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې پاتې شي، ځکه همدا فشار ښایي یاده ډله خبرو او جوړجاړي ته چمتو کړي

د دواړو خواو ترمنځ د دوحې تړون کې هم د دې لېستونو یادونه شوې ده،‌ او طالبان تینګار کوي چې د یاد تړون له مخې یې باید د مشرانو نومونه نور په تورو لېستونو کې نه وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button